د ترکیې پارلمان لیبیا ته د پوځیانو استولو لایحه تصویب کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86997-د_ترکیې_پارلمان_لیبیا_ته_د_پوځیانو_استولو_لایحه_تصویب_کړه
زمونږ خبریال وایی د ترکیې پارلمان هغه مسوده تصویب کړې چې د دغه هېواد حکومت ته اجازه ورکوی چې لیبیا ته پوځیان واستوی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 03, 2020 06:22 Asia/Kabul
  • د ترکیې پارلمان لیبیا ته د پوځیانو استولو لایحه تصویب کړه

زمونږ خبریال وایی د ترکیې پارلمان هغه مسوده تصویب کړې چې د دغه هېواد حکومت ته اجازه ورکوی چې لیبیا ته پوځیان واستوی.

 د ترکیې پارلمان کې دغه مسوده د ۱۸۴ مخالفو رایو په مقابله کې د تایید له ۳۲۵ رایو سره تصویب شوه.

ترکیه د لیبیا پلازمېنې ټریپولی کې د هغه حکومت اتحادی ده، چې ملګری ملتونه یې هم ملاتړ کوی.

د لیبیا حکومت د جنرال خلیفه حفتار په مشرۍ له هغو ځواکونو سره جګړه کوی چې د هېواد په ختیځ کې مرکزونه لری.

 بل لور ته مصر چې د جنرال حفتار ځواکونو ملاتړ کوی، د ترکیې پارلمان دغه پرېکړه غندلې او وایی، په مدیترانه سیمه کې به پر ثبات منفی اغېز وکړی.

تېره اوونۍ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان وویل، د ټریپولی حکومت غوښتنې ته د ځواب لپاره به د پوځی مرستې استولو موضوع د پارلمان تایید ته وړاندې کړی.

د دغې مسودې له مخې به د جنرال حفتار پر ضد جګړه کوونکو لیبیایی پوځیانو لپاره روزونکی او پوځی سلاکاران لیبیا  ته لېږل کېږی.

 د جنرال حفتار ځواکونو د پلازمېنې نیولو لپاره هم بریدونه کړی دی. ترکیې کې چارواکی په دې باور دی چې د لیبیا کړکېچ په دغه هېواد کې د دوی ګټو ته ګواښ کېدای شی.