د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې هم درته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ، نو تر پایه راسره مله ووسئ
دوستانو د ایران په تیره بیا د تهران درستو ورځپاڼو نن هم خپلې زیاتره پاڼې د زړونو دسردار او د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د قوماندان سردار پاسدار جنرال قاسم سلیمانی دشهادت غمیزې ته بیل کړی دی . د تهران درستو ورځپاڼو لیکلی دی ،د عراق په بغداد ،کاظمین، کربلا او نجف اشرف کې په لکونو خلکو د شهید جنرال سلیمانی او د شهید ابو مهدی المهندس او ورسره د مبارزانو د جنازو په دستورو کې په لبیک یا حسین ،لبیک یا زینب ، الوداع الوداع یا شهدا الوداع او همداراز مړه دې امریکا ،مړۀ دې وی جنایتکاران شعارونو سره له هغوی سره خدای په آمانی وکړه او ددغو پاکو شهیدانو جنازې ایران ته منتقلې شوی او نن به دهغوی دجنازې دستورې دایران په ځینو ښارونو کې او په آخر کې هم په مشهد مقدس کې د حضرت امام رضا علیه السلام په سپیڅلی حرم کې ترسره شی او نن ماښام به ئې وروستی خدای په آمانی په تهران او ورسره په قم کې دحضرت بی بی معصومه سلام ا... علیها په سپیڅلی حرم کې وی او سبا به ئې د تهران په عیدګاه کې د جنازې لمونځ ادا شی او په کرمان کې به خاورو ته وسپارل شی.
ورځپاڼو لیکلی دی ، شیهد سلیمانی لاړو آسمانی شو او دایران دملت او د نړۍ دپتمنو ملتونو په تاریخ کې به سرلوړی او تل پاتې وی . شهید سلیمانی د زړونو سردار ؤ ، د زړونو ګټونکی ؤ ، دزړونو جلبونکی ؤ ، البته کړنې ئې هماغه راز د اسلامی امت د تل پاتیکیدو او دسرلوړۍ لپاره د درست ایرانی ملت او د نړۍ د مبارزانو اوپتمنو سرمشق ګرځیدلی او داسلامی امت د یووالی او اتحاد او د حقوقو ددفاع لپاره به هماغه راز یوه ځلیدلی بیلګه وی.
د تهران جمهوری اسلامی ورځپاڼې لیکلی دی ،د امریکا د پخوانی خارجه وزیر کالین پاؤل د د دفتر د وخت مشر لیری ولکرسن وائی ، د ډونالډترمپ حکومتی ډلې د ایران دقدس ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیمانی په ضد په ترهه ګر اقدام کې هیڅ سټراټژیک توجیه نه لری او ټرمپ دغه اقدام هم یوازې په سیاسی او انتخاباتی انګیزې سره کړی دی او د ا مریکا له ملت سره هیڅ اړه نه لری او په دغه کار سره به امریکا اعتبار او باؤر نوره هم خراب شی.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د عراق د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک د هیئت مشر فالح الفیاض پر داعش د بریالیو شهیدانود جنازو په دستورو کې خبریالانو سره وئیلی ، مونږ له خپلو شهیدانو سره ژمنه کوو ، چې د عراق د آزادۍ او حرت څخه دفاع ته دوام ورکړو او د عراق دملت تر وروستی بچی تر وروستۍ ساه پورې به له خپل ټاټوبی او خپلو ارزښتونو دفاع ته دوام ورکړو .
د سیمې او نړۍ په درستو مطبوعاتو او رسندوئی ټولنو کې د ایران او عراق د پوځی قوماندانو په وژلې کې د امریکا د اقدام غندنه او رټنه هماغه راز دوام لری،د امریکا یوه ډیموکراټیک سناتور وئیلی امریکا په یوه داسې ګودال کې ښکیله شوی چې د ټرمپ په لاس ورځینی وتل ډیر مشکل ښکاری.
د انګلستان د جنګ ستر تر ټولو ستر غورځنګ مسئولانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی،په بغداد کې د ایران د جنرال قاسم سلیمانی او د عراق د الحشد الشعبی ځواک د قوماندان ابومهدی المهندس ترور د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا یوجنګی او تیریګر او دغه راز د عراق د مځکنۍ بشپړ تیا او نړیوالو قوانینو خلاف اقدام دی .
د امریکا دمستندو فلمونو جوړونکی مائیکل مور د جنرال سلیمانی په شهیدولو کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ترهه ګر اقدام په غبرګون کې دامریکا ولس ته د ډونالډټرمپ د جنګ غواړی او بلا غواړی پروګرام په باب خبرداری ورکړی .
د ایران د جنرال سلیمانی او د عراق د ابومهدی المهندس د شهادت په مناسبت په درستې نړۍ کې د پتمنو ولسونو مظاهرې او اعتراضونه هماغه راز دوام لری او داسې کومه ورځ نشته چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکا د دغه ترهه ګر اقدام په ضد ولسونه خپلې اعتراضیه چغې پورته نه کړی .
د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د امریکائی ترهه ګرو پوځیانو او د افغان عسکرو په ضد وسلوالې حملې او بمی چاودنې په داسې حال کې او ج ته په رسیدا دی چې د امریکا حکومت یو ځل بیا له طالبانوډلې سره د روغې جوړې ډنډورې وهلی دی .
د ا هم د تهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران دعمومی قوماندان سردار حسین سلامی وئیلی دی ، د جنرال قاسم سلیمانی ترور، په سیمې کې د امریکا دشتون دپای لپاره دپیلامه ده،نو ټول دې د غه عبارت ثبت کړی او دا به وروسته ټول وګوری چې دغه چاره سر ته ورسیده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټیلیفون په ځواب کې په دې خبرې په ټینګار سره چې اسلامی ایران هیڅکله هم په سیمې کې د تاؤتریخوالی او ترینګلتیاؤ پیلونکی نه دی ، زیاته کړې ، که درست د ا مریکا د تیریو او کرغیړنو کارونو په وړاندې په یوه خوله نشو ،نو درسته سیمه یو ستر خطر ګواښی . د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جنرال سلیمانی د شهادت په مناسبت د تسلیّت په وئیلو سره د امریکا دغه اقدام یو جنایتکار او تیریګر اقدام بللی او وئیلی ئې دی د امریکایانو دغه اقدام د انسانی اصولو او نړیوالو قوانینو جوته خلاف ورزی ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،د سورئې پوځ او مقاومتی ځواک د تکفیری ترهه ګرو تر ټولو ورستی مرکز ادلب ته په څو کلومیټرو پورې ورنزدې شوی او د ادلب په شاوخوا کې ئې کابو اویا فی صدی کلی او ښارګی د تکفیری ترهه ګرو له سپیرۀ وجوده پاک کړی دی .
دا هم د تهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د قطر له خارجه وزیر او مرستیال لومړی وزیر شیخ احمد بن عبدالرحمن بن جاسم بن آل ثانی سره په کتنې کې په ډاګه وئیلی دی ، امریکا به دخپلو جنایتونو درنده بیّه ډیر زر ورکړ ی.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د وحشی صهیونیسټ رژیم چارواکود قدس ځواک دقوماندان جنرال سلیمانی په شهادت پسې د غچ اخستونکو هرډول اقداماتو په نسبت د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ او اسلامی جهاد مبارزو ډ لو ته خبرداری ورکړ ی دی . داپه داسې حال کې دی چې په درست نیواکی ټاټوبو کې د تیریګر او وحشی رژیم ځواکونه له ویرې تیارسی شوی او رڼا ورځ پرې تورتمه شوې د ه .
د سورئې پوځ په ادلب او الحسکه ولایتونو کېد تکفیری ترهه ګرو پر مورچلو او مرکزونو په سختو ټکونوسره دهغوی په لسګونو جنایتکار ترهه ګرهلاک او په سترو وسلو سنبال څوارلس ګاډی ئې هم تباه کړی دی .
د چین ، فرانسې او جرمنی خارجه وزیرانو په مینځنی ختیځ کې په ورستیو پیښو سخته غمرازی ښودلېاو وئیلی ئې دی ،دغه شان اقداماتخطرناکې پائیلې درلودلی شی ،چې کنټرول به ئې ډیر ګران شی .
***********************
= اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له ا نټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .
د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو تر ډیره د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیمانی په اړه لیکنې او تبصرې کړی.
هشت صبح ورځپاڼې په خپل سرمقاله کې لیکی،چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان چې د امریکا له لوری په عراق هوایی ډګر کې ووژل شو، افغان حکومت په دېاړه معقوله دریځ نیولی.
سرمقاله لیکوونکی لیکلی، چې افغان حکومت باید دې ته ورته مسایلو کې اجازت ورنه کړی، چې سیمه ییز او نړیوال جنجالونه دې پر افغانستان اغیز وکړی.
لیکوال لیکلی،د افغانستان د ډیپلوماسۍاداره او ټول حکومت باید هڅه وکړی،چې هېواد له سیمه ییزو او نړیوالو شخړو لیرې وساتی او د هېڅ هېواد په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادنو په چارو کې له لاس وهنې ډډه او بې طرفی خپله کړی.
د سرمقاله لیکوونکی له لوری اندېښنه څرګنده شوې چې د ایران استخباراتی او اطلاعاتی ځواک به د قاسم سلیمانی د وژل کېدوغچ په افغانستان کېد امریکا پرضد د ترهګریزو حمله په وسیله وانخلی، خو افغان حکومت باید هېڅ چا ته اجازه ونه کړی چې ددې هېواد خاروه د بل پر ضد وکارول شی.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلیدی،دافغانستان ولسهم دسیمې په کړکیچنو حالاتو خپه دی او په دې اند دی چې تیریګراوجنایتکار اقدامات چې هرچرته وی باید وغندل شی او کونکی ئې جنایتکار وبلل شی .