د مقاومت ځواب نتانیاهو سخت ویرولی دی
د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم: اسرائیلو د بغداد په هوايي ډګر باندې د امریکې په حملې کښې هیڅ لاس نه درلود.
د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم د مقاومت د جبهې د یوه ډله فعالانو په شهیدولو کښې د امریکې له ترهګر اقدامه د ملاتړ په هکله له خپلو تیرو دریځونو په شاتګ سره وویل چې اسرائیلو د بغداد په هوايي ډګر باندې د امریکې په حملې کښې هیڅ لاس نه درلود.
بنیامین نتنیاهو پرون مازیګر د دغه رژیم د سیاسي-امنیتي کابینې په غونډه کښې وویل: په عراق کښې د قاسم سلیماني وژله یو امریکايي اقدام و او اسرائیلو په کښې ونډه نه ده لرلې نو ځکه دې په دې لانجه کښې ورګډ نه کړی شي.
د نتانیاهو دا کار د دغه ترهګر اقدام له عاملانو د سخت غچ اخیستو په هکله د ایران او د مقاومت د جبهې له ټینګار وروسته د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم له تیر درځه شاتګ بللی شو ځکه چې هغه د سردار سلیماني له ټرور او شهادته سمدستي وروسته خوښي څرګنده کړې او امریکایانو ته یې د دغه جنایت مبارکي ورکړې وه.
هغه هم داشان ویلې وو چې اسرائیل د امریکې ترڅنګ ولاړ دي او د هغې له اقداماتو ملاتړ کوي.