ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87123-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2020 10:49 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

نن د تهران ورځپاڼو په سر کښې آرمان ملي ورځپاڼه راخلو چې په خپل یو غټ خبر کښې یې لیکلې دي: د پينټاګان ټول قومندانان ترهګر وپیژندل شول.

خبر زیاتوي چې د ایران اسلامي شورا (پارلیمان) د سخت انتقام لپاره د امریکې له خوا د ترهګر سازمان په توګه د سپاه پاسداران د اعلانولو په وړاندې د متقابل اقدام د قانون د اصلح د طرحې د دریو فوریتونو کلیات تصویب کړل.

د دغې طرحې له مخې چې د ټولو ۲۳۳ نمایندګانو د رایو په اتفاق سره تصویب شوه، د پينټاګان ټول قومندانان او عاملان ترهګر وپیژندل شول.

د دغې طرحې د تصویبیدو په وخت پارلیماني نمایندګانو امریکايي ضده شعارونو ورکړل. درې فوریتي طرحه د امریکې خلاف د ایران هغه متقابل اقدام دی چې د اسلامي شورا درې واړو سیاسي فراکسیونونو ورسره موافقه کړې ده.

*/*/

له دې نه علاوه د تهران چاپ کابو ټولو ورځپاڼو نن په کرمان ولایت کښې د ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني د جنازې په مراسمو کښې د خلکو د پراخ او میلیوني ګډون خبر ته ډیر انعکاس ورکړی دی او د دغو مراسمو مختلف انځورونه یې خپاره کړې دي.

کیهان لیکلي: خلکو حجت تمام کړ، امریکا له ویرې ولړزیدله.

جوان ورځپاڼې بیا د دې خبر په سر لیکلې دي: له قومندان سره ۱۱ کیلومیټري خدای په اماني.

هم دې ورځپاڼې د دغو پرتمینو دستورو ګډونوالو ته د سپاه پاسداران د مشر قومندان سردار سلامي د وینا خبر هم راخیستی چې وايي: هغه ځاې به وسوزوو چې د امریکایانو ډیر خوښ دی.

خبر زیاتوي چې حسين سلامي پرون په کرمان کښې د شهيد جنرل قاسم سليماني د جنازې او خاورو ته د سپارلو په مراسمو کښې تاکيد وکړ د سردار سلېماني په شهيدولو کښې د امريکې ترهه ګر اقدام به په سيمه کښې د نړيوال استکبار د موجودګۍ د ختمېدو لپاره د شروع ټکی وي.

جنرل سلامي سردار شهيد سليماني د امريکې د دسيسو د ماتولو د معمار په توګه ياد کړ او وې ويل: جنرل سلېماني د اسلامي امت د امنيت د ګډوډولو لپاره د امريکې پاليسۍ له ماتې سره مخامخ کړې او اجازه يې ورنه کړه چې جنايکاره امريکائي او صهيونېسټي دښمنان د مقاومت محور کمزورے کړي.

هغه د دې په بيانولو سره چې دفلسطين په غورځنګ باندې د حملې لپاره د امريکې سياست له سختې ماتې سره مخامخ شوے دے زياته کړه، جنرل سليماني د فلسطين غورځنګ راژوندے کړ  او صهيونېسټ رژيم يې د فلسطينيانو د مضبوط قوت په قلابندۍ کښې راوستی دی.

سردار سلیماني وویل چې ایرن به له امریکې د سردار سلیماني د وینې ډیر سخت، پښیمانه کونکی او ځپونکی غچ واخلي.

*/*/*

د جوان په شمول د ایران نورو ډیرو ورځپاڼو په کرمان کښې د شهید قاسم سلیماني د جنازې په مراسمو کښې د هلې ګُولې په وجه د ګڼو کسانو د مرګ ژوبلې خبر راخیستی دی او وايي چې په دې پیښه کښې له پنځوسو زیات کسان مړه شوي او کابو دوه سوه نور زخمي شوې دي.

خبر زیاتوي چې د ايران د کرمان ولایت د روغتيائي پېښو او خدماتو مدير سيد محمد صابري وويل، اکثر مړۀ شوي کسان بوډاګان وو.

*/*/*

د ټرمپ اقدام ته به قانوني ځواب ورکړو.

دا هغه سرټکی دی چې ابرار ورځپاڼې له سي، این، این سره په مرکه کښې د ایران د خارجه وزیر له خبرو څخه د خپل وړومبي مخ لپاره غوره کړی دی.

ابرار د خبر په تفصیل کښې لیکي: د اسلامي  ایران خارجه وزیر محمد جوادظریف  پرون ناوخته د تهران دخبرواترو د غونډې په څنډې کې  له سی این این  او ای بی سی ، سی بی ایس  او این پی آر  امریکائي چینلونو او دغه راز له الجزیره ټیلیویژني چینل  سره په جلا جلا مرکو کښې، د لویدیځې آسیا د روانو حالاتو په باب  د ایران دریځونو په تشریح کولو سره وئیلې دي: د  امریکاوروستیو شرارتونو ته د ایران کوټلی ځواب  په مناسب وخت او ځای کې عملي کیږي.

 جواد ظریف  همدراز د ملګروملتو  د امنیت شورا په غونډې کې  د خپل ګډون لپاره  د ا مریکا له خوا د ویزې  نه صادریدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې دغه اقدام  د امریکا دحکومت او چارواکو د لالهاندۍ او دیوالیه کیدو نښه ده.

*/*/

له تهرانه چاپیدونکې ایران ورځپاڼې بیا د تهران د خبرواترو په غونډه کښې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي څرګندونې راخیستې دي چې امریکا یې د ایران په وړاندې د یوې عاقلانه لارې غوره کولو ته بللې ده.

په دې خبر کښې لولو: د افغانستان تیر ولسمشر د تهران د خبرواترو په غونډه کښې وویل چې هیله لري د امریکې حکومت د عقل او معقولیت لاره خپله کړي.

حامد کرزي د تهران د خبرواترو په غونډه کښې د خپلې وینا په پیل کښې وویل: زمونږ په ګران ورور قاسم سلیماني باندې د امریکې د حملې او د هغه د شهادت په وجه د ایران ستر ولس او حکومت ته د زړه له کومې تسلیت وایم.

هغه وویل چې ایران او افغانستان د تاریخ او کلتور له نظره یو بل ته ډیر نزدې هیوادونه دي. په ایران کښې زمونږ وروڼه له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د افغانستاني وروڼو او خوییندو کوربانه دي او هلته یې ښوونه او روزنه کوي.

د افغانستان دغه پخواني ولسمشر ټیګار وکړ: زمونږ امنیت، ثبات او ترقي د صلحې او امنیت لپاره زمونږ د ټولو په کوشش، شراکت او تفاهم کښې رامینځته کیږي او هیله لرم چې د امریکې حکومت یوه معقوله لاره خپله کړي.

هغه په دوام کښې وویل: هم داشان اروپا دې د روسیې او چین په ملګرتیا سره لااغیزناک او پياوړي اقدامات وکړي او هڅه وکړي چې امریکا ایټمي موافقې ته ستنه شي.

*/*/*

کابل چاپ:

کابل چاپ ورځپاڼو هم په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پیل او د سېمې هېوادونو اندېښونو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

    هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې دا پوښتنه مطرح کړې، چې ایا د سلیماني وژل حقوقي توجیه لري؟

دغې ورځپاڼې د ښاغلي قاسم سلیماني ټرور د نړېوالو بشري حقوقو نقض یاد کړی او لیکي، له فعالو منازعاتو پرته د بې پیلوټه الوتکې په وسېله داسې برید غیرقانوني او له ټولو نړېوالو اصولو خلاف عمل دی.

    ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، له هغه وروسته چې امریکايي الوتکو د عراق په پلازمینه بغداد کې د ایران د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې قومندان قاسم سلیماني شهید کړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ لانجو او ګواښونو زور اخیستی، تردې چې ځیني دا ویره احساسوي چې ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ مخامخ جګړه ونښلي.

وړاندې راغلي، که څه هم ایران سټراټیژیک ملګري لري،خو دا چې چین او روسیه دواړه په روانه لانجه کې مخامخ ښکيل نه دي ځکه نو د لویې او مخامخ جګړې امکان کم بریښي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، دا چې د امریکا او ایران ترمنځ په دومره کړکېچنه لانجه او ګواښونو سربیره بیا هم د مخامخ جګړې امکان ډير کم دی نو څه به کېږي؟ تر ټولو لویه اندېښنه په سېمه کې د نیابتي جګړې پراختیا ده چې تر بل هر چا یې لوی زیان د ایران ګاونډيو هېوادونو ته رسېږي.

/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*