تور بانجان څه ګټې لری ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87131-تور_بانجان_څه_ګټې_لری
زمونږ خبریال وایی تور بانجان یوه (۱) داسې سبزی ده چې پکښې کیلوریز ډیر کم وی او په تورو بانجانو کښې په طبیعی ډول فائبر ، ویټامینز او معدنیات په ډیر مقدار کښې وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2020 13:30 Asia/Kabul
  • تور بانجان څه ګټې لری ؟

زمونږ خبریال وایی تور بانجان یوه (۱) داسې سبزی ده چې پکښې کیلوریز ډیر کم وی او په تورو بانجانو کښې په طبیعی ډول فائبر ، ویټامینز او معدنیات په ډیر مقدار کښې وی .

تور بانجان خوراکی اجزا او اینټی اکسیډانټ هم لری .

په عادی توګه تور بانجان دوه (۲) ډوله وی چې پکښې یو (۱)ډول بانجان اوږد او نری وی او بل ډول بانجان هم کوچنی او ګول وی .

تور بانجان داسې سبزۍ ده چې پکښې له ډیرو ناروغیو سره د مقابلې ځانګړتیاوې شته .

تور بانجان د سرطان په شان له وژونکی مرض څخه د انسان له ساتلو سره سره له نورو نارغیو څخه هم د انسان  د  بچ کیدا سبب کیږی .

()

تور بانجان د کولیسټرول د ختمولو لپاره ګټه لری .

په تورو بانجانو کښې په زیات مقدار کښې فائبر وی کوم چې د کولیسټرول د سویې  له سم ساتلو سره مرسته کوی .

په یوه (۱) تحقیق کښې معلومه شوی ده چې په تورو بانجانو کښې موجود اینټی اکسیډانټ او کلورجینک ایسیډ زمونږ په بدن کښې د کولیسټرول د سویې په کمولو کښې مرسته کوی او  په دې سربیره د ځیګر د ناروغۍ د کملو خطر هم کموی .

که چیرې تاسو هم د کولیسټرول ناروغۍ لری نو ضروری ده چې په خپلو خواړو کښې زیات تور بانجان استعمال کړئ .

()

تور بانجان د زړه د ناروغانو لپاره ګټه لری .

تور بانجان د زړه له ناروغیو د بچ کیدا لپاره هم ډیره ګټه لری .

په تورو بانجانو کښې موجود فائبر ، ویټامین سی ، ویټامین بی ، پوټاشیم او نور اینټی اکسیډانټ د زړه د ناروغیو له خطرې څخه د بچ کیدا صلاحیت لری .

د یوه (۱) تحقیق پراساس تور بانجان د زړه فعالیت ښه کوی او په دې سربیره د کولیسټرول د سویې زیاتول هم کموی .

که چیرې تاسو هم ځان د زړه له ناروغیو بچ کول غواړئ نو په خپلو خواړو کښې توربانجان ضرور شامل کړئ .

()

تور بانجان د شکرې یعنی شوګر ناروغۍ کنټرولوی .

په تورو بانجانو کښې په کافی اندازه فائبر او پولیفینول موجود  وی او دغه دواړه د شکرې ناروغۍ د سویې په کمولو کښې مرسته کولای شی .

توربانجان د شکرې د ناروغانو لپاره یو(۱) ګټور خواړه  ګڼل کیږی او که چیرې تاسو د شوګر ناروغۍ لرئ نو په خپلو خواړو کښې تور بانجان ضرور استعمال کړئ .

خو یوځل له کوم ډاکټر سره مشوره ضرور وکړئ .

()

توربانجان د کینسر ناروغۍ پرضد دی .

په تورو بانجانو کښې له کینسر ناروغۍ څخه د بچ کیدا ځانګړتیاوې شته .

توربانجان زمونږ جسم د کینسر په شان له وژونکی څخه ساتی او که چیرې څوک په کینسر ناروغۍ اختشه شی نو تور بانجان ددغه ناروغۍ د ودې مخه نیسی .

لنډه دا چې تور بانجان یوه (۱)ګټه وره سبزۍ ده نو ځکه خو مونږ هغه باید هره ورځ استعمال کړو چې له ګټو یې برخور شوو .