د ناټو مشر افغانستان ته خپل سفر وځانډوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87143-د_ناټو_مشر_افغانستان_ته_خپل_سفر_وځانډوه
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی پرون وویل د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ په لویدیځې اسیا کښې د وروستیو بدلونونو په دلیل کابل ته خپل سفر وځانډوه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 09, 2020 05:40 Asia/Kabul
  • د ناټو مشر افغانستان ته خپل سفر وځانډوه

ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی پرون وویل د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ په لویدیځې اسیا کښې د وروستیو بدلونونو په دلیل کابل ته خپل سفر وځانډوه .

ټاکل شوی وه چې د ناټو مشر ینس سټولټبنرګ نن افغانستان ته ورشی او د دغه هیواد له ولسمشر اشرف غنی سره خبرې وکړی .

وړمه ورځ ناټو وویل چې دغه تړون به د عراق د حالاتو په خاطر خپل ځینې عسکر له دغه هیواد  څخه وباسی .

ډانمارک هم خپل عسکر له عراق څخه وباسی او کویت ته یې انتقالوی .

دغه راز د روسیې او د ترکیې ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان په استنبول کښې له کتنې وروسته په یوې ()بیانیې کښې وویل د ایران او د امریکا ترمینځ تاوتریخوالی نامطلوب حد ته رسیدلی دی او په عراق باندې  د هغو منفی پایلې ډیرې اندیښمونکی دی .

روسیې او ترکیې وویل مونږ ایران او امریکا زغم ته وربولو او له دواړو لورو غواړو چې خپل مشکلات له ډیپلوماټیکی لار حل کړی .