د نړۍ پیاوړی پاسپورټ د کوم هیواد دی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87148-د_نړۍ_پیاوړی_پاسپورټ_د_کوم_هیواد_دی
زمونږ خبریال وایی یوې (۱) نړیوالې موسسې هینلې اینډپارټنرز د نړۍ د طاقتورو یعنی د اهمیت لرونکو پاسپورټونو یو (۱) فهرست خپور کړی دی چې پکښې د جاپان هیواد پاسپورټ د ټولو په سر کښې دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 09, 2020 09:03 Asia/Kabul
  • د نړۍ پیاوړی پاسپورټ د کوم هیواد دی ؟

زمونږ خبریال وایی یوې (۱) نړیوالې موسسې هینلې اینډپارټنرز د نړۍ د طاقتورو یعنی د اهمیت لرونکو پاسپورټونو یو (۱) فهرست خپور کړی دی چې پکښې د جاپان هیواد پاسپورټ د ټولو په سر کښې دی .

دغه موسسې د دوه زره شلم (۲۰۲۰) میلادی کال د پاسپورټ اینډیکس فهرست خپور کړی دی چې پکښې د جاپان هیواد پاسپورټ د دنیا ټولو هیوادونو ته له بغیر ویزې اخیستلو په لومړی(۱) لمبر کښې دی .

د دغه فهرست پراساس د جاپان هیواد پاسپورټ لرونکی کسان د نړۍ یوسل یونوی (۱۹۱) هیوادونو ته د سفر کولو لپاره د ویزې د اخیستلو ضرورت نلری .

د سینګاپور هیواد پاسپورټ هم د نړۍ دوهم (۲) طاقتور پاسپورټ دی او د دغه پاسپورټ لرونکی کسان د نړۍ یوسل نوی (۱۹۰) هیوادونو ته له ویزې اخیستلو پرته سفر کولای شی .

د دغه فهرست پراساس د جرمنی او د جنوبی کوریا پاسپورټونه  د نړۍ دریم (۳) پیاوړی پاسپورټونه دی  او د فینلینډ او د ایټالیا پاسپورټونه  هم د دنیا څلورم (۴) پیاوړی  پاسپورټونه دی .

د فینلینډ او د ایټالیا پاسپورټ لرونکی له ترتیب سره سم یوسل نهه اتیا (۱۸۹) او یوسل اته اتیا (۱۸۸) هیوادونو ته له کوم محدودیت پرته سفرونه کولای شی .

د یوسل اوه (۱۰۷) هیوادونو د پاسپورټونو په فهرست کښې د پاکستان د پاسپورټ لمبر په یوسل څلورم (۱۰۴) کښې دی یعنی د پاکستان پاسپورټ یوازې له جنګ ځپلیو هیوادونو افغانستان ، سوریې او عراق څځه بهتر دی .

د ویلو ده چې په دغه فهرست کښې د سومالیا ، د لیبیا ، د یمن او دفلسطین په شان د هیوادونو پاسپورټونه له پاکستان څخه ښه دی .

د پاکستان پاسپورټ لرونکی کسان د نړۍ دوه دیرشو (۳۲) هیوادونو ته له ویزې پرته سفر کولای شی یا هلته په رسیدا سره ویزه ترلاسه کولای شی .