د کاناډا ښاریز ترخه مرچکی وخوړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87149-د_کاناډا_ښاریز_ترخه_مرچکی_وخوړل
زمونږ خبریال وایی ځینې خلک دومره ترخه شیان خوری تر څو چې ترخې مصالحې او ډوډۍ ونه خوری نو اصلا د ډوډۍ د خوړلو په خوند نه پوهیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2020 05:52 Asia/Kabul
  • د کاناډا ښاریز ترخه مرچکی وخوړل

زمونږ خبریال وایی ځینې خلک دومره ترخه شیان خوری تر څو چې ترخې مصالحې او ډوډۍ ونه خوری نو اصلا د ډوډۍ د خوړلو په خوند نه پوهیږی .

د کاناډا دغه ښاریز ته وګورئ چې په لنډ وخت کښې د دنیا دترټولو ترخو مرچکیو په خوړلو سره یې خپل نوم په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ کښې ثبت کړ .

د کاناډا ښاریز مایک جیک په یوې (۱) دقیقې  کښې د اوه نوی(۹۷) ګرامه ترخو مرچکیو په خوړلو سره نه یوازې خلک حیرانه کړل بلکې خپل نوم یې په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډز کښې هم ثبت کړ .

دغه مرچکی چې د کاناډا ښاریز وخوړل له یوه عادی مرچکی څخه یوسل اوه (۱۰۷) ځله تراخه دی  او د دغه سړی اوښکې یې هم توې کړې