دې ته وایی په امریکا کښې د بیان ازادي
زمونږ خبریال وایی د امریکا لخوا ایران ته د ورکړل شوی ګواښ په هکله د امریکا هندی توکمه پروفیسر لخوا ایران ته د ځوابی اقدام د ترسره کولو مشوره د هغه له کاره د لیرې کیدا سبب شوه .
د امریکا هندی توکمه پروفیسر اشین فانسی په فیس بوک اینټرنیټ پاڼې باندې یو (۱)خبر خپور کړی وو چې ایران ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا ورکړل شوی ګواښ ته په غبرګون کښې یې لیکلی وو ایران باید ځوابی اقدام ترسره کړی او د امریکا په دوه پنځوسو (۵۲) مرکزونو بریدونه وکړی او د پیرپلور په ځایونو او د فلیمونو د ستوری کیم کار ډیشان په کور بریدونه ترسره کړی .
رسنیو وویل د امریکا د هندی توکمه پروفیسر اشین فانسی دغه خبر ته په غبرګون کښې د پوهنځی لخوا هغه ته وویل شو چې نور ته له کاره لیری کړی شوی یاست او په فیس بوک اینټرنیټ پاڼې باندې دا ډول څرګندونې د ستا شخصی نظر دی او پوهنځی د ستا له نظر سره هیڅ ارتباط نلری .
رسنیو وویل چې د امریکا دغه هندی توکمه پروفیسر چې په کالج کښې پروفیسر او د یوې (۱) ادارې مشر هم وو په فیس بوک باندې خپلې څرګندونې نامناسب طنز وباله او بښنه یې هم غوښتی وه .
د امریکا دغه هندی توکمه پروفیسر په فیس بوک اینټرنیټ باندې خپل ملګری ته په ټوکو کښې دغه خبره کړی وه او ویلی یې وو زما له څرګندونو غلط اخیستون شوی دی او زه هیله کوم چې د پوهنځی چارواکی دی په دغه کار کښې بیا کتنه وکړی خو د پوهنځی چارواکو وویل پوهنځی د هر ډول نفرت خپرونکو او له ګواښ څخه د ډکو څرګندونو او ارادو غندنه کوی .