که دا دومره اوښان مسلمانانو وژلي وای؟!!
Jan 13, 2020 09:36 Asia/Kabul
د اسټریلیا په جنوب کې د لسو زرو بې ګناه اوښانو د وژلو منصوبه پېل شوه.
په دغه پروسه کې په لومړۍ ورځ ۱۵۰۰ اوښان په ډزو ووژل شول.
د اسټریلیا حکومت وایي چې اوښان د اوبو د کمښت په وجه وژني ځکه چې د خواوشا کلیو د خلکو لپاره خطر لري.
اوښ هغه ځناور دی چې بې اوبو هم لس ورځې ژوندی پاتې کېدی شي.
عجیبه ده چې د لومړۍ نړۍ دغه خلک د اوبو د کمښت په وجه په دومره لویه پیمانه اوښان وژني . شکر دی چې په دې کار کې مسلمان هیوادونه یا خلک نه دي شریک ګني ملګرو ملتو به سملاسي د حیوانانو د حقوقو د خلاف ورزۍ د جاج غونډه رابللې وه او د حیواناتو د حقوقو تنظیمونو به اسمان په سر اخستی و او د نړۍ ټیکداران به هغه هیواد د حیواني حقوقو د خلاف ورزۍ او ترهه ګرۍ په تور لیسټ کې راوستی و.
ټیګونه