په امریکا کښې په ماشومانو د سعودي پوځیانو جنسي تیری
پوځیانو په چائلډ پورنو ګرافي(په ماشومانو جنسي تیری) کښې هم لاس لرلو.
په امریکا کښې د روزنې په برنامې کښې شامل سعودي پوځي محمد الشامراني تیر کال د دسمبر په میاشته کښې د پینساکولا په بحري هوایي اډې کښې په ډزو درې بحري پوځیان وژلي او ۸ ژوبل کړې وو، همداشان د دغه برید په څیړنو کښې دا خبره هم رامینځته شوې چې له یو درجن نه زیاتو پوځیانو د محمد الشامراني په مرسته له ترهګرو ډلو سره اړیکې لرلې په دغه کښې ځینو پوځیانو په چائلډ پورنو ګرافي(په ماشومانو جنسي تیری) کښې هم لاس لرلو.
امریکا د دغه پوځیانو د شړلو فیصله کړې ده. په امریکا کښې تر ۵ زرو پورې غیرملکي پوځي روزنې ترلاسه کوي چې له هغو څخه تقریبا ۸۵۰ سعودي پوځیان دي.
د یادونې وړ ده چې په امریکا کښې په 2000 لومړي کال د ستمبر په یولسمې د تجارت د نړیوالو برجونو په حملو کښې له اولسو ترهګرو څخه ۱۵ د سعودي عربستان ښاریز وو.