د میاشتې تندر نیول په امیندوارو ښځو څه اغیزونه لری ؟
زمونږ خبریال وایی د نړۍ مختلف کلتورونه داسې فکر کوی چې د لمر سترګې تندر نیول یا د میاشتې تندر نیول د حامله یعنی امیندواره میرمنو لپاره تاوان لری خو داسې هیڅ سائینسی ثبوت نشته چې د دا ډول اعتقاد ملاتړ وکړی .
د میرمنو د چارو کارپیژاندی باوری دی د دغه فکر په هکله ډیرې عقیدې شته چې وایی د لمر سترګې د تندر نیول یا د میاشتې د تندر د نیولو ساعتونه د حامله میرمنو او د هغو ماشومانو لپاره چې لا زیږیدلی نه دی خطرناک او منحوس کیدلای شی .
د میرمنو د چارو کارپیژاندی وایی دا د وهمی کسانو لخوا له ځان څخه جوړې شوی خبرې دی چې له حقیقت یا سائینس سره هیڅ اړه نلری او په تاریخ کښې هم د دغو خبرو هیڅ مثال نه ملاویږی بلکې دا پخوا زمانې د خلکو خرافات او چټی خبرې دی .
د ښځو د چارو کارپیژاندی وایی سائینس او ډاکټران له دغه خبرې سره بشپړه اختلاف لری چې د لمر سترګې یا د میاشتې د تندر د نیولو په وخت ښځې په کورونو او کوټو کښې کینی او هیڅ شی په چاقو او قینچۍ سره مه غوڅوی او له مزل کولو او ویده کیدلو ډډه وکړی .
کارپیژاندی وایی چې د لمر سترګې د تندر نیول او د میاشتې د تندر نیول د ښځې د ماشوم د زیږولو په وخت په لیبر پین(pain during labour )هیڅ منفی اغیز نه اچوی .