ایران د یورانیمو پخولو ته اړتیا نلري
ایران د یورانیمو پخولو ته اړتیا نلري
زمونږ خبریال وايي د ایران په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک (Brian H. Hook) له سپین سترګي توب څخه په ډکو او غیر قانوني څرګندونو کښې ادعا وکړه که چیرې ایران د سوله ییزې اټومي انرژۍ غوښتونکی دی نو د یورانیمو پخولو ته اړتیا نلري .
هغه د امریکا په خارجه وزارت کښې په خبري کانفرنس کښې یو ځل بیا اټومي تړون غلطه موافقه وبلله او ویې ویل څرنګه چې د ایران د اټومي تړون څه زیات شی نه دی پاتی مونږ باید د ایران د یورانیمو د پخولو د بندیز معیار ورستون کړ او له اټومي موافقې په ورهاخوا چارو غور وکړو .
برایان هوک وویل د ایران لپاره د یورانیمو پخول باید وجود ونلري .
د برایان هوک دغه له سپینې سترګي توب څخه ډکې څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک چې د ۲۰۱۵ میلادي کال دجولاۍ د میاشتې په شلمه (۲۰) نیټه لاسلیک شو د ایران پرضد مخکني شپږ (۶) پریکړه لیکونه لغوه اعلان کړل او د یورانیمو د پخولو لپاره یې د ایران په حق ټینګار کړی دی .
له دې سره سره د امریکا حکومت د ۲۰۱۸ میلادي کال په مي میاشت کښې په یواړخیز ډول او د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک ۲۲۳۱ پرخلاف له اټومي تړون ووته او د ایران د خلکو پرضد یې غیر قانوني بایکاټونه له سره ولګول .