ډونالډټرمپ دلا بې شرمه کیدا په درشل کې
ډونالډټرمپ ،د مواخذې په محکمې کې
ډیموکراټان باؤری دی ، جمهوری غواړی و په مشرانو جرګې کې دخپل شمیر په زیاتیدا باندې په تکیې سره هڅه کوی،د محکمې په غونډو کې د څرګندې محکامه کیدا په وړاندې خنډونه جوړ کړی او د تورن دبری کیدا زمینه برابره کړی .
د امریکا په مشرانو جرګې کې ددغه هیواد د و لسمشر د مواخذې په مسودې د غور محکمې لومړنۍ غونډه نن پیل شوې ده .
د امریکا په تاریخ کې دا دریم ځل دی،چې یو ولسمشر په مشرانوجرګې مواخذه کیږی . ډونالډټرمپ له دې مخکې په کانګرس کې له دوو تورونو سره مخامخ شوی ؤ .د ډیموکراټانو ترکنټرول لاندې دکانګرس استازو دتیر کال په وروستیو کې ، په ډونالډټرمپ د :اوکراین ګیټ : په نامې سره په دوسیې کې دوه تورونه وارد کړل . په دغو دوو تورونو کې له قدرته ناسمه استفاده او د کانګرس په کارونو کې خنډ کیدا شامله ده .
اوس د امریکا د مشرانو جرګه پابنده ده،د امریکا په ولسمشر دلګیدلو تورونو په باب فیصله وکړی . په همدې خاطر،د تیرې اونۍ په وروستیو کې، د مواخذې د محکمې د غونډو د مشر جان رابرټز سره یو ځای سلو سناتورانو لوړه وکړه چېد امریکا د ولسمشر په مواخذې د غورلپاره اساسی قانون ته پابنده ووسی .په عین حال کې ،حتی د محکمې د غونډو له پیلیدا مخکې ، ډیموکراټانو او جمهوری غواړو ،یوبل په عدالت په سترګو پټولو تورن کړی دی .
ډیموکراټان باؤری دی ، جمهوری غواړی و په مشرانو جرګې کې دخپل شمیر په زیاتیدا باندې په تکیې سره هڅه کوی،د محکمې په غونډو کې د څرګندې محکامه کیدا په وړاندې خنډونه جوړ کړی او د تورن دبری کیدا زمینه برابره کړی . په داسې حال کې چې جمهوری غواړی ، ډیموکراټان تورنوی چې په کانګرس کې د ټرمپ د مواخذه کولو په مسودې د غور په وخت کې ئې په انصاف سره عمل نه دی کړی او اوس نیّت لری،په مشرانو جرګې کې د محکمې په بهیر کې خار پار واچوی .
په هر حال داسې نه ښکاری څو د مشرانو جرګې په محکمې کې په ټرمپ د لګیدلو تورونو دغورپه پای دواړه لوری سره کومه موافقه وکړی .حتی د محکمې دغونډې دترسره کیدا او په هغو د غور د وخت څرنګوالی،په واشنګټن کې د ګوندی اوسیاسی شخړې لپاره په یوه ځای بدل شوی دی .
د مثال په توګه،سی این این ټیلیویژنی چینل د خبرو څلورو سرچینو له قوله راپورورکړی دی،د مشرانو جرګې جمهوری غواړی مشران نیّت لری،د مواخذې د لومړنیو غونډو او په لسو ورځو کې د استدلالونو د مطرح کولو لپاره د شلو ساعتونو د بیلولو په ځای ،د پخوانی ولسمشر بیل کلینټن په څیر،د ډ یموکراټانو او جمهوری غواړو د واړو لورو ته د دولس ساعتونو دوه غونډې مخصوصې کړی.د محکمې د غونډو د وخت لنډَول،په وروستیو دوو لسیزو کې د امریکا تر ټولو مهم سیاسی او حقوقی شخړې باندې د غور لپاره فرصت کموی .جمهوری غواړی هڅه کوی په ترټولو لنډ وخت کې،ټرمپله لګول شوو تورونو بَری کړی او د ولسمشرۍ د راتلونکوا نتخاباتو پر موضوع تمرکز وکړی .
څه وخت مخکې یوه نامتو جمهوریغواړی سناتور لینډسی ګراهمپه ښکاره وئیلی دی ،د ډونالډټرمپ دمواخذې په باب ئې خپله فیصله کړېده او نیّت نه لری،په مشرانو جرګې کې د ټرمپ د محاکمې په بهیرکې بې پلوه شی اوهیله مند دی،د مواخذې محاکمه زرتر زره پای ته ورسیږی .
د ډیموکراټانو سټراټژی، د ټرمپ دمواخذه کولو د بهیر لااوږدول دی څو د انتخاباتو دترسره کیدا د وخت په لازیات رانزیکیدو سره ، پر رائ ورکونکو اغیزې وشیندی .
د نظرسنجیو نتیجې هم دانتخاباتو پرنتیجو د اغیزشیندلو لپاره د ډیموکراټانو د هیلو په زیاتولو کې مؤثرې دی. سی این ایند ټرمپ د مواخذې د محکمېد غونډې په درشل کې خبر ورکړی ، چې یوپنځوس فی صدی امریکایان په مشرانو جرګې کې د ټرمپ د څنګةکولو غوښتونکی دی او ۴۵فی صده خلک ورسره مخالفت کوی .دغه لیدتوګه که تر نهو میاشتو پورې دوام وکړی،نوممکنه ده،په مشرانو جرګې کې د ټرمپ د څنګةکولو ملاتړی ،د رای په صندقونو کې اوسنی ولسمشر ته رای ورنه کړی او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډټرمپ د ناکامۍ لامل شی .