د بریتانیا پارلمان د برګزیټ پلان تصویب کړ
Jan 23, 2020 03:04 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د برګزیټ د مادې په هکله له اروپايي اتحادیې سره د بریتانیا د حکومت موافقه بالاخره د پارلمان لخوا تصویب شوه .
د انګلستان د مشرانو جرګې هاوس اف لارډز پرون د برګزیټ د مادې په هکله له اروپايي اتحادیې سره د لندن د حکومت موافقه تصویب کړه چې د جنورۍ د میاشتې تر یودیرشمې (۳۱) نیټې پورې په لس (۱۰) ورځې پاتې فرصت کښې له اروپايي اتحادیې د انګلستان د وتلو لپاره کوم خنډ نه وي .
د برګزیت د موافقې پلان به چې د بریتانیا پارلمان هغه تصویب کړی دی د دغه هیواد د ملکې لخوا له تائید وروسته چې هیله کیږی نن ترسره شي په قانون بدل شي .
ټیګونه