د بریتانیا پارلمان د برګزیټ پلان تصویب کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87454-د_بریتانیا_پارلمان_د_برګزیټ_پلان_تصویب_کړ
ایرنا خبري اژانس وايي د برګزیټ د مادې په هکله له اروپايي اتحادیې سره د بریتانیا د حکومت موافقه بالاخره د پارلمان لخوا تصویب شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2020 03:04 Asia/Kabul
  • د بریتانیا پارلمان د برګزیټ پلان تصویب کړ

ایرنا خبري اژانس وايي د برګزیټ د مادې په هکله له اروپايي اتحادیې سره د بریتانیا د حکومت موافقه بالاخره د پارلمان لخوا تصویب شوه .

د انګلستان د مشرانو جرګې هاوس اف لارډز پرون د برګزیټ د مادې په  هکله له اروپايي اتحادیې سره د لندن د حکومت موافقه تصویب کړه چې د جنورۍ د میاشتې تر یودیرشمې (۳۱) نیټې پورې  په لس (۱۰) ورځې پاتې  فرصت کښې له اروپايي اتحادیې د انګلستان د وتلو لپاره کوم خنډ نه وي .

د برګزیت د موافقې پلان به  چې د بریتانیا پارلمان هغه تصویب کړی دی د دغه هیواد د ملکې لخوا له تائید وروسته چې هیله کیږی نن ترسره شي  په قانون بدل شي .