کورونا خطرناک وایروس په کوم ډول خپور شوی دی
زمونږ خبریال وايي له چین څخه خپریدونکي کورونا وایروس (Coronaviruses) په هکله دغه خبره ایشوا شوي ده چې د دغه وایروس وجه د ماښام ښاپیرک(Bats) د سوپ (soup ) څښل او د ژوندیو موږکانو خوړل دي .
طبي کارپیژاندي وايي چې د چین په ووهان ښار کښې په یوه(۱) بازار کښې د خرڅیدونکو ماښام ښاپیرک چې فروټ بیټ(e Fruit Bat ) نومیږي په وجه د کورونا وایروس خپور شوی کوم چې له یوه کس څخه بل کس ته انتقالیږي .
طبي کارپیژاندو وویل لومړې چې په کورونا وایروس ککړ کسان روغتون ته ورغلل نو هغوې د کبانو په یوه بازار کښې کارونه کول چیرې چې چرګان، خرونه ، لیوان ، خنځیران ، اوښان ، لومړیانې ، موږکان ، ازغن موږکان ، پیشوګانې او نور ډول ډول ښویدونکي ځناور خرڅیږي .
بلې خوا سائینس پوهان اوس دغه خبره معلوموي چې موږکان او ماران د کورونا وایروس د خپریدا سبب کیدلای شي .
د چین په ووهان ښار کښې په بازارونو کښې ماران هم په اسانۍ سره ملاویږي .
کارپیژاندي دغه راز وايي دغه اندیښنه شته چې کورونا وایروس له ځنګلې ښاپیرکو څخه مارانو ته انتقال شوی وي .
په چین کښې خلک په ځنګلونو کښې د مارانو په ښکار کولو سره هغه بازارونو ته راوړي او هلته یې خرڅوي .
طبي کارپيژاندي اوس هڅه کوي دغه خبره معلومه کړي چې د ګرمو وینو له ځانورو څخه دغه وایروس څرنګه د سړې وینې ځناورو ته انتقال شوی دی او هغه د کورونا وایروس سبب شوی دی .
د طبي کارپیژاندو درې (۳) ډلې جوړې شوي دي کومې چې له کوروبا وایروس د مخه دنیولو لپاره د واکسین په جوړولو بوختې دي .