بنیامین نتانیاهو وايي
د پيړۍ معامله یو نه تکراریدونکی فرصت دی
د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم پرون د (پیړۍ د معاملې) په نوم د ډونلډ ټرمپ د صلحې د طرحې په هکله وویل: دا طرحه د اسرائیلو لپاره یو داسې فرصت دی چې بیا به رامینځته نه شي.
د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم پرون د (پیړۍ د معاملې) په نوم د ډونلډ ټرمپ د صلحې د طرحې په هکله وویل: دا طرحه د اسرائیلو لپاره یو داسې فرصت دی چې بیا به رامینځته نه شي.
د ایرنا خبري آژانس په لیکنه، بنیامین نتانیاهو د خبریالانو په ټول کښې امریکې ته خپل سفر یو ډیر مهم ماموریت او د اسرائیلو د راتلونکي لپاره یو نه تکراریدونکی فرصت وباله او زیاته یې کړه: داسې موقع په تاریخ کښې یو ځل لاس ته راځي.
د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر تیره پنجشنبه ویلي وو چې نیت لري په واشنګټن کښې د صهیونیسټ رژيم له وزیراعظم بنیامین نتانیاهو سره له کتنې مخکښې د پيړۍ د معاملې د طرحې مخ کتنه وکړي.