په چين کښې د کرونا وائرس ضده درمل جوړ شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87529-په_چين_کښې_د_کرونا_وائرس_ضده_درمل_جوړ_شول
د چين د روغتيا وزير په يوې بيانيه کښې په دغه هېواد کښې د کرونا وائرس ضده درملو د جوړولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 26, 2020 12:15 Asia/Kabul
  • په چين کښې د کرونا وائرس ضده درمل جوړ شول

د چين د روغتيا وزير په يوې بيانيه کښې په دغه هېواد کښې د کرونا وائرس ضده درملو د جوړولو خبر ورکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د چين د روغتيا وزير په دغه بيانيه کښې دې ته په اشارې سره چې دغه درمل په اوس حال کښې د آزمائنۍ وروستۍ مرحلې تېروي وويل: ترڅو نورو ساعتونو پورې به د کرونا ضد درمل بيمارانو ته ويړيا ورکړې شي.

هغه زياته کړه په کرونا وائرسو اخته بيمارانو د علاج لپاره د اېچ آئي وي درملو استعمال په اوس حال کښې د بيجنګ په روغتونونو کښې بڼه نيسي.

په ټول چين کښې په دغو وائرسو اخته بيماران لږ تر لږه ۱‌۹۸۵ تنه دي او په ټوله دنيا کښې يې  شمېر له دوه زره شلو نه زيات شوے دے.

تر اوسه په چين کښې لږ تر لږه شپږ پنځوس تنه د دغې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي.