د کورونا وایروس د خپریدا بل علت
زمونږ خبریال وايي کورونا وایروس له خولې او پوزې پرته د انسان د بدن له کومې برخې څخه جسم ته ورننوتلی شي .
اوس ټوله دنیا له کورونا وایروس سره چې په چټکۍ سره د خپریدا په حال کښې ده لاس او ګریوان ده .
خو اوس سائینس پوهانو د کورونا وایروس او ناروغۍ د خپریدا وجه وښودله .
سائینس پوهانو وویل چې کورونا وایروس دانسان بدن ته د سترو له لارې هم انتقالیدلی شي .
د چین ډاکټر وانګ ګنګفا دغه خبره ایشوا کړه چې کورونا وایروس زما بدن ته هم ننوتلی شي ځکه چې ما له وایروس څخه د بچ کیدا لپاره عینکې نه دي اچولي .
کارپيژاندو دغه خبره تائید کړه او خبرداری یې ورکړ چې د پرنجي(اتروشي) او د ټوخي په وسیله دغه خپریدونکي ناروغۍ نه یوازې په لاس سره بلکې په سترګو سره د انسان بدن ته ننوځي .
کورونا وایروس چې له یوې لوې وچې تر بلې لوې وچې ته غځیدلی دی تراوسه په چین کښې په لسګونو کسان وژل شوي دي.
په امریکا ، جاپان ، تایوان ، جنوبي کوریا او نورو اروپايي هیوادونو کښې تراوسه څه دپاسه زر(۱۰۰۰) کسان په کورونا وایروس ککړ شوي او په روغتونونو کښې یې درملنه روانه ده .
د لندن امپیریل کالج هم د وایروس جینومیکس پروفیسر پال کیلام هم د سترګو له لارې د انسان جسم ته د کورونا وایروس د انتقالیدا خبر تائید کړی دی .