ورځپاڼو ته کتنه ۷-۱۱-۹۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87558-ورځپاڼو_ته_کتنه_۷_۱۱_۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 27, 2020 12:40 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۷-۱۱-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

وړومبې هم د تهران چاپ شرق ورځپاڼه راخلوو چې د ايام فاطميه يا د حضرت فاطمه زهرا (ع) د شهادت د ورځو په مناسبت د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په شتون سره د شهادت د مراسمو د جوړېدو خبر ورکړے دے. په دغو مراسمو کښې په د غو دستورو کې  حجةالاسلام کاظم صدیقي  پخپلې وینا کې  د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها پشمول  د اهل بیت علیهم اسلام  معرفت  د هغوي بزرګوارانو  د مودت ورځيني د پیروۍ لازمه وبلله او زیاته ئې کړه ، داسلام ددغې لوئې بي بي  تر ټولو مهم فضیلت ، خاص عبودیّت او له ځانه په تیریدو سره  د ولایت د حق ادا کول  وو  او د شهید جنرال قاسم سلیماني په شان د دغه نوراني مکتب  روزل شوي  کسان  هم  په عبودیّت او د ژوند تر قرباني کیدو پورې  په ولایتمدارۍ ویاړي .

کاظم صدیقي د د اسلام او اسلامی انقلاب  د اقتدار د زیاتیدا و د  ویښتیا د نوي څپې د  رامینځةکیدا  په څير د سردار سلیماني  د شهادت  مهمو آثارو ته په اشارې سره  ووئيل ،   د شهید  جنرل قاسم سلیماني  په څير کم سارې بیلګې د دین د حاکمیّت ، ودې او ځلیدو په برکت پيداکیږي په همدې وجه ده چې مستکبران د دین او دیني حکومت د اصل له امله غوسه او سرګردانه دي .

---------

د تهران چاپ ابتکار ورځپاڼې بیا د ايران د خارجه وزير له قوله وليکل: ټرمپ دې خپل بهرنے سياست د حقائقو په بنياد وګرځوي.

محمد جواد ظريف په يو ټوئيټ کښې وليکل، ښه دا ده چې ډونالډ ټرمپ پکار دے په بهرني سياست کښې خپلې فېصلې د حقائقو په بنياد وګرځوي، نه د فاکس نيوز د سرخيانو يا د هغه د فارسي مترجمانو په بنياد. د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير همدارنګ له شپيګل جرمني اونيزې سره د خپلې مرکې چې د هغې په انګرېزۍ نسخه کښې خپره شوه د يوې برخې د عکس په ضميمه کولو سره زياته کړه، ټرمپ د دې لپاره چې ښه پوهه شي ټوله مرکه دې په انګريزي ژبې ولولي.

د ورځپاڼې له مخې امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون سحر په خپل يو ټوئيټ کښې له شپيګل جرمني اونيزې سره د جواد ظريف مرکې ته په اشارې سره ادعا وکړه، د ايران خارجه وزير وائي تهران له امريکې سره د بنديزونو د لرې کولو په صورت کښې خبرې اترې کوي.

-----------

د تهران چاپ بلې ورځپاڼې کېهان په خپل يو خبر کښې وليکل: د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د ترکيې په زلزله کښې د دغه هېواد د يو شمېر خلقو په مړينې تسليت ووايۀ.

ولسمشر روحاني د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ته په يو پېغام کښې د زلزلې په پېښه کښې د دغه هېواد د يو شمېر خلقو د مړينې زيانمنېدو په وجه د تسليت او خواخوږۍ په وړاندې کولو سره د ځپل شويو سيمو خلقو ته د مرستو رسولو لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت چمتووالے اعلان کړ.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د عراق حزب ا... برېګيډونو يو ځل بيا په عراق او د اېشيا په لويديځه سيمه کښې امريکائي ځواکونو ته د ګوزار ورکولو او په خلاف يې ستومانونکي جنګ د شروع کولو لپاره خپل چمتووالے اعلان کړ.

د ورځپاڼې د ليکنې له مخې د عراق د حزب الله توغنده اي دفاعی ځواکونو هم په يوې بيانيه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د دښمنانو په سنګرونو د حملې او د هغو د ويجاړولو لپاره پوره چمتووالے لري واضحه کړه،  د عراق د حزب الله بريګيډونو حملې د پيټرياټ په شان توغنده اي دفاعي سېسټم يې هم نه شي ايسارولې.

--------

جوان آنلائن ورځپاڼې بيا د چين د روغتيا د ملي کمېشن د خبرتيا په حوالې سره وليکل،په چين د کښې د کورونا وائرسو له کبله د مړو شمېر اتياو او بيمارانو شمېر اوه سوه څلور څلوېښتو ته اورسېد.

 ورځپاڼې همدارنګ د روسي رسنيو له قوله وليکل: د روسیې د پارلیمان دوما مرستیال مشر ولادیمیر ژیرینفسکي په یولړ څرګندونو کې امریکا په چین کې د کرونا ویروس  دخپریدا اصلی  عامله بللې او  وئیلي ئې دي ،کرونا ویروس د ا مریکا یوه خطرناکه فتنه ده .

ژیرینفسکی  زیاته کړې ده ، امریکایان ویریږي ، چې  د  چین په اقتصاد  غلبه نشي کولی یا لږ تزلږه د هغوي سوئې ته  نشي رسیدلي.

----------

اوس به د پاکستان ورځپاڼو ته لاس کړوو چې په سر کښې هم جنګ ورځپاڼه راخلو دغې ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ وليکل: د هندوستانو د جمهوريت د ورځې په مناسبت په ټوله نړۍ کښې مېشته کشميریانواو پاکستانيانو دغه ورځ د تورې ورځ په توګه ونمانځله او د پاکستان او هندوستان ترکنټرول لاندې دواړو کشميرونو په شمول په مختلفو سيمو کښې له کشمیرانو سره په ملګرتيا او پېوستون کښې مظاهرې او هړتالونه اوشول.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان په خېبرپښتونخوا صوبه کښې د کابينې درې وزيران عاطف خان، شهرام ترکۍ او شکيل خان له خپلو پوسټونو څنګته کړې شول.

په خبر کښې ويل شوي دي چې دغه درې واړه وزيران د دغې صوبې د وزيراعلی محمود خان په خلاف د بغاوت کولو په تور څنګته کړې شوي دي.

--------

د پاکستان يوې بلې دنيا نومې ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: په اسلام آباد کښې د امريکې د سفارت ګاډے له سرې باتۍ نه په غېر قانوني توګه تېرېدو سره په يو موټر ورغے چې په موټر کښې يو مېرمن ووژل شوه او څلور تنه نور ژوبل شول. پوليسو د امريکې د سفارت د ګاډي ډرائيور ونيوۀ او په دې اړه يې تحقيقات شروع کړل.

---------

او دا هم د کابل  چاپ ورځپاڼې کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د صلحې او اوربند او د دې پروسې پر وړاندې پرتو خنډونو په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

دنیا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، ایا افغان حکومت په رښتیا هم د سولې لپاره یو خنډ دی؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغان حکومت د سولې لپاره اوربند مهم شرط بللی، خو په سرمقاله کې د افغان حکومت له لوري اېښودل شوی شرط د سولې لپاره ستر خنډ یاد شوی.

په سرمقاله کې ټينګار شوی چې حکومت باید د سولې لپاره هر رامنځته کېدونکي فرصت نه ګټه واخلي او روانې جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي.

دنیا ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، د تاوتریخوالي کمېدل به د جګړې د کمېدو په معنی وي او کله چې بین‌الافغاني خبرې اترې پیل شي هغه مهال به په دایمي اوربند خبرې وشي.

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله د پخواني ولسمشر په شمول د یو شمېر سیاستوالو له لوري د سولې لپاره د یوې نوې طرحې جوړېدو ته ځانګړې کړې ده.

سرمقاله لیکونکي لیکلي دغه طرحه داسې مهال جوړېږي چې ولسمشر محمد اشرف غني او ټيم‌یې د سولې خبرو اترو په مخه کې د اوربند شرط کېښود او دا یې وښودله چې دوی اصلاً د سولې او جوړجاړي سره جوړ نه‌دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د سیاسي مطرحو څېرو ترمنځ دغه توافق د همداسې یوه هېواد شموله محور په جوړېدو اغېزمن دی او په وینا یې دا طرحه به په جګړه کې ښکېل لوري دې ته چمتو کړي چې سولې ته غاړه کېږدي.

ویسا ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، که چېرې دغه سیاسي مشران په رښتینې معنی د سولې لپاره پر یوه محور راټول شي او په دې لاره کې مسؤلانه ګام واخلي ولس به‌یې په ټول ځواک تر شا ودرېږي او بیا به دغه بهیر هېڅ کورنی او بهرنی لوری مات نه‌کړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې تر ډېره د هغو چارواکو نیوکو ته ځواب ورکړی چې ویلي وو، ولسمشر غني د سولې لپاره کومه طرحه نه‌لري.

وړاندې راغلي، که چېرې موږ د ولسمشر غني منشور وګورو په دغه منشور کې د سولې لپاره جامع او واضح پلان شته چې په وینا یې ولسمشر غني د سولې لپاره په کور دننه، سیمه‌ییزه او په نړیواله کچه اجماع رامنځته کړه او دا اجماع د همدغه پلان او د سولې د پیاوړې طرحې برکت دے.

په سرمقاله کښې راغلي، افغان حکومت د تل‌پاتې سولې لپاره پیاوړې اراده لري چې ان د دولت په تشکیلاتو کې یې د سولې لپاره وزارت هم رامنځته کړی دی، خو په باور یې، د سولې لپاره باید خپله افغانان خبرې وکړي او تصمیم ونیسي.خو د سرمقالې په نتیجه‌ګیرۍ کې راغلي، د سولې په نوم پر ملي ګټو او ان پر ولس او هېواد ناندرۍ یوه افغان ته هم د زغملو نه‌دي او افغان حکومت به د دې مخنیوی وکړي.

---------