د حضرت فاطمةالزهرا(س)دشهادت کلیزه په پرتم سره لمانځل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87600-د_حضرت_فاطمةالزهرا(س)دشهادت_کلیزه_په_پرتم_سره_لمانځل_کیږي
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت داهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 29, 2020 10:28 Asia/Kabul
  • د حضرت فاطمةالزهرا(س)دشهادت کلیزه په پرتم سره لمانځل کیږي

د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت داهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .

زمونږخبریال راپورراکړ  د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د زړه د ټوټې  او د ولایت د ملاتړ لومړنۍ قرباني حضرت فاطمةالزهرا د شهادت د کلیزې په مناسبت  په درست ایران کې  په جوماتونو،زیارتونو او امامباړوکې  ددغې پاکې بی بي  د سیرت او ویر  او ماتم د ستورې  په نهایت پرتم سره لمانځل کیږي .

 په دې مناسبت په زیاترو ښارونو کې د ویر او ماتم  جلوسونه هم پرانیستل شوي  او  د اهل بیت علیهم السلام مینه وال   ویر او ماتم کوي .

 د حضرت امام رضا علیه السلام او د حضرت بي بي معصومه  سلام ا.. علیها په پاکو حرمیّنو کې  هم تر نن شپې پورې دستورې دوام لري .

راپورونه ښئ په پاکستان ، هندوستان ،افغانستان   او دځينو نورو اسلامی اروپائي او افریقائي هیوادونو کې هم په دې مناسبت  دستورې جوړې شوي او   د اهل بیت علیهم السلام مینه والو د ولایت د مرستندوئې  او پاکې بی بی د شهادت  په مناسبت ویر او ماتم کوي .

 د تهران  ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت  داهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .