داسې ګاډی چې په ځمکه تلو سربیره الوت کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87629-داسې_ګاډی_چې_په_ځمکه_تلو_سربیره_الوت_کوي
زمونږ خبریال وايي د جاپان یوه (۱) شرکت د نړۍ د ترټولو کوچني ګاډي د جوړولو ادعا کړي ده کوم چې په هوا کښې الوت هم کولای شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2020 13:29 Asia/Kabul
  • داسې ګاډی چې په ځمکه تلو سربیره الوت کوي

زمونږ خبریال وايي د جاپان یوه (۱) شرکت د نړۍ د ترټولو کوچني ګاډي د جوړولو ادعا کړي ده کوم چې په هوا کښې الوت هم کولای شي .

د جاپان دغه شرکت وویل دغه الوت کونکی ګاډی به د روان میلادي کال په ګرمې موسم کښې د خلکو د لیدو لپاره نندرې ته وړاندې کړي او هغه به په هوا کښې الوت وکړي .

د جاپان د دغه الوت کونکي ګاډي د اخیستلو لپاره به له  ۲۰۲۳ میلادي کال څخه بکینګ یعني پیشګي پيسې ورکول پیل شي او تر ۲۰۲۶ میلادي کال پورې به خلکو ته دغه ګاډي ورکړل شي .

په جاپان کښې همدا اوس د دغه  ګاډي د الوزولو په ازمویلو کښې د انسان په کینولو یا په ریموټ کنټرول سره د ازمویلو کار روان دی .

د دغه الوت کونکي ګاډي په جوړولو کښې مهم رول د جاپان د  ګاډو د جوړولو  د مهم شرکت ټویوټا پخوانیو انجیرانو ادا کړی دی او هغوې دغه ګاډی ډیزان او طراحي کړی دی .

د جاپان د ګاډو جوړولو دغه شرکت وویل د ګاډي د ازمویلو ټول لومړي پړاونه په ډیرې کامیابۍ سره روان دي  او  دغه ګاډی پینځه(۵) فټه لوړ  او اوږدوالی او پلنوالی یې دولس(۱۲) فټه دی .

په هوا کښې الوت کونکي د جاپان د دغه ګاډي سرعت او چټکوالی به په یوه (۱) ساعت کښې دوه شپیته (۶۲) کلومیټره وي او په ځمکه باندې به د هغه سرعت په یوه (۱) ساعت کښې درې نوي (۹۳) کلومیټره وي .