داسې ګاډی چې په ځمکه تلو سربیره الوت کوي
زمونږ خبریال وايي د جاپان یوه (۱) شرکت د نړۍ د ترټولو کوچني ګاډي د جوړولو ادعا کړي ده کوم چې په هوا کښې الوت هم کولای شي .
د جاپان دغه شرکت وویل دغه الوت کونکی ګاډی به د روان میلادي کال په ګرمې موسم کښې د خلکو د لیدو لپاره نندرې ته وړاندې کړي او هغه به په هوا کښې الوت وکړي .
د جاپان د دغه الوت کونکي ګاډي د اخیستلو لپاره به له ۲۰۲۳ میلادي کال څخه بکینګ یعني پیشګي پيسې ورکول پیل شي او تر ۲۰۲۶ میلادي کال پورې به خلکو ته دغه ګاډي ورکړل شي .
په جاپان کښې همدا اوس د دغه ګاډي د الوزولو په ازمویلو کښې د انسان په کینولو یا په ریموټ کنټرول سره د ازمویلو کار روان دی .
د دغه الوت کونکي ګاډي په جوړولو کښې مهم رول د جاپان د ګاډو د جوړولو د مهم شرکت ټویوټا پخوانیو انجیرانو ادا کړی دی او هغوې دغه ګاډی ډیزان او طراحي کړی دی .
د جاپان د ګاډو جوړولو دغه شرکت وویل د ګاډي د ازمویلو ټول لومړي پړاونه په ډیرې کامیابۍ سره روان دي او دغه ګاډی پینځه(۵) فټه لوړ او اوږدوالی او پلنوالی یې دولس(۱۲) فټه دی .
په هوا کښې الوت کونکي د جاپان د دغه ګاډي سرعت او چټکوالی به په یوه (۱) ساعت کښې دوه شپیته (۶۲) کلومیټره وي او په ځمکه باندې به د هغه سرعت په یوه (۱) ساعت کښې درې نوي (۹۳) کلومیټره وي .