د کوروالۍ ځواک زياتوونکي خواړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87632-د_کوروالۍ_ځواک_زياتوونکي_خواړه
د کوروالۍ ځواک ډېرول د انسانانو پخوانی تشويش او خيال او هڅه ده، انسانانو تل په يو عجيب ډول د کوروالۍ د ځواک د ډېرښت لارې چارې لټولې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2020 14:09 Asia/Kabul
  • د کوروالۍ ځواک زياتوونکي خواړه

د کوروالۍ ځواک ډېرول د انسانانو پخوانی تشويش او خيال او هڅه ده، انسانانو تل په يو عجيب ډول د کوروالۍ د ځواک د ډېرښت لارې چارې لټولې دي.

ډېر بيا په دې هڅه کې دي چې څنګه دغه ځواک کنټرول کړي، هسې نه دوی زيات مشغول کړي، دقت یې ګډوډ کړي او يا نورې خرابې کړنې ورڅخه ونه شي.

خو بيا هم د هغو شمېر چې د دې ځواک د زياتولو غوښتونکي دي، تر دوهمې ډلې څو چنده زيات دی.

د کوروالۍ د ځواک يوه لويه برخه د هورمونونو څخه سرچينه اخلي او دا هورمونونه زموږ د بدن ځينې غدې توليدوي او دا غدې بيا ځینې تحريک کوونکو موادو ته اړتيا لري چې دا مواد موږ د بيرون څخه په خوړو کې اخلو.

 

نو د کوروالۍ په ځواک ځینې خواړه مستقيم تاثير لري.

د يوې روغې کوروالۍ د اړيکې لپاره په کافي اندازه اکسېجن، لمر اخيستل، پاکه هوا تنفس کول، تمرين او حرکت او مناسب خوب تر هرڅه په لومړي سر کې راځي.

د استنبول د جراح پاشا د طب فاکولتې څېړنې ښيي چې رومي بانجان او زردالو د کوروالۍ د ځواک په زياتولو کې مرسته کوي، په روميانو کې موجود د PP ويټامين د کوروالۍ ځواک زياتوونکي تاثیرات لري، هم د PP او هم د ويټامين سي له اړخه شتمن روميان مو د دسترخوان د سره مه کموئ.

‌د کوروالۍ د ځواک د زياتوونکو خوړو په سر کې ايوت او ويټامين بي هم جادويي تاثير لري.

ويټامين بي په غنمو يا د غنمو جوړو شويو خوړو، فاصليه او بادامو کې په لوړ مقدار شتون لري، همدا راز ويټامين سي بايد ‌هېر نه شي، د ويټامين سي د اخيستلو تر ټولو اسانه لاره سبا په ناشته کې يوه وړه کاسه کيوي يا ځمکني توت خوړل دي، که دې ته لاسرسی نه لرئ، نو بيا مالټې او شنې سبزۍ هم د ويټامين سي له اړخه بډايه دي.

نارینه بايد‌ په خاص ډول زينک هېر نه کړي، زينک د منيو جوړولو په برخه کې مرکزي عنصر دی، زينک تر ټولو زيات د‌ ماهي په غوښه يا نورو بحري حېواناتو په غوښو کې، په بادامو، پنير او نورو خوړو کې شتون لري.

 

همدا ډول کچالو د مختلفو ويټامينونو او منرالونو طبيعي، ارزانه او اسانه ترلاسه کېدونکې سرچینه ده، کچالو کې، اوبه، فاسفور، اوسپنه، مګنيزيم، سوديم، کيلسیم، پوټاشيم او د ويټامين بي ډولونه‌ په پرېمانه پېمانه شتون لري.

کچالو د معدې د اضافي ګازونو په رفعه کولو کې هم مرسته کوي، د معدې د زخمونو په وړاندې ښه درمل هم ورته ويلی شو، د همورويد په تداوۍ کې هم مثبت رول لري، پکې د موجودو پرېمانه اوبو له کبله د بدن د اوبو اړتيا هم پوره کوي او همدار د زياته اندازه فاسفور په درلودلو سره د نارینه د کوروالۍ ځواک هم زياتوي.

زنجپيل بيا د کوروالۍ په ژوند کې خاص ځای لري، ځکه زنجپيل د وینې دوران ځواکمنوي او نظم یې برابروي، ځکه د کوروالۍ په اړیکو کې د‌ وینې نظم

Image Caption

 

تر ټولو مهم ټکی دی.