د عربستان ښاریز ولې ښځې ته طلاق ورکړ ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87672-د_عربستان_ښاریز_ولې_ښځې_ته_طلاق_ورکړ
زمونږ خبریال وايي د زغم او صبر نه لرلو د ښځو او د خاوندانو ترمینځ اوس ستر مشکلات رامینځته کړي دي او په کوچنیو خبرو ښځې او خاوندان له یوبل څخه طلاق اخلي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2020 12:42 Asia/Kabul
  • د عربستان ښاریز ولې ښځې ته طلاق ورکړ ؟

زمونږ خبریال وايي د زغم او صبر نه لرلو د ښځو او د خاوندانو ترمینځ اوس ستر مشکلات رامینځته کړي دي او په کوچنیو خبرو ښځې او خاوندان له یوبل څخه طلاق اخلي .

په سعودي عربستان کښې یوه (۱) سړي یوازې په دې خبره خپلې میرمنې ته طلاق ورکړ چې میلمنو ته یې په ډوډۍ کښې ولې د پسه سر وړاندې نکړ .

دا  لایف این سعودي عرب د راپور پراساس د سعودي عربستان یوه (۱) ښاریز ځینې میلمانه خپل کور ته وروبلل او د هغه میرمنې د میلمنو لپاره ډیره خوندوره ډوډۍ پخلي وه .

د عربستان د دغه ښاریز میرمنې په ډوډۍ کښې میلمنو ته د پسه د سر وړاندې کول هیر شول او په دې خبره د  هغې خاوند سخت غوسه شو او هغې ته یې په همدې خبرې طلاق ورکړ .

دغه راپور زیاتوي د سعودي عربستان دغه ښاریز چې زغم یې نه درلود له خپلې میرمنې سره خوشحال ژوند تیروه خو د یوې(۱) کوچنۍ مسلې په وجه دومره غوسه شو چې خپل او دخپلې میرمنې ژوند یې تباه کړ .

له څو میاشتو شخړې وروسته د دغه ښاریز او د ښځې ترمینځ د سولې لپاره ډیرې هڅې وشوې خو اوس ښځه بیرته تلل نه غواړي ځکه چې نوموړي سړي خپلې میرمنې ته له طلاق ورکولو سمدستي وروسته له یوې (۱) بلې ښځې سره واده کړی دی .

د ویلو ده چې په سعودي عربستان  کښې  طلاق خپل خطرناک او زیات اوج ته رسیدلی دی .

همدا اوس په یوه (۱) خپور شوي راپور کښې ویل شوي دي چې په سعودي عربستان کښې په یوه (۱) ساعت کښې اوه سوه (۷۰۰) ښځې او خاوندان له یوبل څخه طلاقونه اخلي .

طلاق یوازې په سعودي عربستان کښې نه دی زیات بلکې په متحده عربي اماراتو او کویت کښې هم د طلاق اندازه خطرناک حد ته رسیدلي ده .