د لندن د ترهه ګرې حملې عامل امان څوک و؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87709-د_لندن_د_ترهه_ګرې_حملې_عامل_امان_څوک_و
شل کلن سودېش امان د ترهګریزو جرمونو له امله د درې کاله او څلور میاشتو نیمه سزا پوره کړې وه او یوه اونۍ وړاندې خوشی شوی و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2020 09:33 Asia/Kabul
  • د لندن د ترهه ګرې حملې عامل امان څوک و؟

شل کلن سودېش امان د ترهګریزو جرمونو له امله د درې کاله او څلور میاشتو نیمه سزا پوره کړې وه او یوه اونۍ وړاندې خوشی شوی و.

د سکای نیوز چینل د لندن د پولیسو له قوله راپور ورکړ چی په لندن کې هغه بریدګر وپېژندل شو چې پرون یې پر خلکو د چاکو برید وکړ او وروسته د پولیسو  په ډزو کې ووژل شو.

شل کلن سودېش امان د ترهګریزو جرمونو له امله د درې کاله او څلور میاشتو نیمه سزا پوره کړې وه او یوه اونۍ وړاندې خوشی شوی و.

د چاکو  په برید کې یې درې کسان ټپي کړل.

په انګلستان کې په وروستیو کلونو کې څو ترهه ګرې حملې شوی دی چی په دغو حملو کې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوی دی .

د انګلستان په شمول اروپایی هیوادونو چی په سوریې کې یې پرتو ترهه ګرو ته د مرسته رسولو لپاره له هیڅ ډول هلو ځلو ډډه ونکړه ، حاضر دمه د داعش د ترهه ګرې ډلې د اروپایی غړیو له ستنیدا او ترهه ګرو حملو سره مخامخ شوی دی .