امریکا به د بې ګناه ایرانیانو د وینې بیه ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175848-امریکا_به_د_بې_ګناه_ایرانیانو_د_وینې_بیه_ورکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر «محمد باقر قالیباف» وویل امریکا به د ایران د بې ګناه خلکو د وژلو د وینې بیه ورکړي.
(last modified 2026-07-31T06:39:24+00:00 )
Jul 31, 2026 10:33 Asia/Kabul
  • امریکا به د بې ګناه ایرانیانو د وینې بیه ورکړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر «محمد باقر قالیباف» وویل امریکا به د ایران د بې ګناه خلکو د وژلو د وینې بیه ورکړي.

هغه وویل امریکا هره ورځ خپل لاسونه په نوم جرم او جنایت سره ککړوي او امریکا د ایران په میناب سیمه کښې د ښوونځي د سلګونو ماشومانو له شهیدولو وروسته اوس په «قشم» جزیرې کښې د خلکو په کورونو باندې برید کړی او یوشمیر کسان یې شهیدان کړي دي.

د ایران د پارلمان مشر قالیباف وویل دا د امریکا عادت جوړ شوی کله چې د جنګ په میدان کښې ماتې خوري نو هغه د ایران د بې ګناه خلکو وینه تویوي خو امریکا به د ایران د بې ګناه خلکو د وینې د بهولو بیه ورکړي.

امریکا او د اسرائیلو ترهګرو رژیمونو د ایران پرضد جنګ کښې سخته ماتې خوړلې ده او اوس له دغه جنګ څخه د ځان د خلاصولو کوشش کوي خو ایران به تر هغه وخته چې د امریکا او د اسرائیلو  ترهګر رژیمونه  تسلیم شوي نه وي جنګ ته دوام ورکړي.