له فلسطینه د ملاتړ لپاره د اسلامي نړۍ اتحاد ضروري دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87722-له_فلسطینه_د_ملاتړ_لپاره_د_اسلامي_نړۍ_اتحاد_ضروري_دی
د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له فلسطین څخه د ملاتړ لپاره د اسلامي نړۍ د یووالي او پيوستون په ضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 04, 2020 01:56 Asia/Kabul
  • له فلسطینه د ملاتړ لپاره د اسلامي نړۍ اتحاد ضروري دی

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له فلسطین څخه د ملاتړ لپاره د اسلامي نړۍ د یووالي او پيوستون په ضرورت ټینګار وکړ.

د ایران او پاکستان د اسلامي جمهوریتونو خارجه وزیرانو محمد جواد ظریف او شاه محمود قریشي پرون مازیګر په ټیلیفوني خبرو کښې د پيړۍ د معاملې د پلان په مردود بللو سره، د اسلامي نړۍ وروستي بدلونونه وجاجول.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ تیره سه شنبه د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو په ملتیا د پيړۍ د معاملې د توکمپالې طرحې مخ کتنه وکړه.

زیاتره هیوادونو او د ټولې نړۍ ډیرو سیاسي او دیني چارواکو او شخصیتونو په تیره بیا مسلمانانو د فلسطین لپاره د امریکې او اسرائیلو د پیړۍ د معاملې طرحه غندلې ده.