د دوهم نړیوال جنګ خویندې سره یوځاې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87765-د_دوهم_نړیوال_جنګ_خویندې_سره_یوځاې_شوي
زمونږ خبریال وايي د روسیې دوې (۲) خویندې چې په دوهم (۲) نړیوال جنګ کښې له یوبل څخه جلا شوي وې اته اویا (۷۸) کلونو وروسته له یوبل سره یوځاې او ملاو شوې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2020 02:49 Asia/Kabul
  • د دوهم نړیوال جنګ خویندې سره یوځاې شوي

زمونږ خبریال وايي د روسیې دوې (۲) خویندې چې په دوهم (۲) نړیوال جنګ کښې له یوبل څخه جلا شوي وې اته اویا (۷۸) کلونو وروسته له یوبل سره یوځاې او ملاو شوې .

د روسیې دغه دوې (۲) خویندې په نولس سوه دوه څلویښتم (۱۹۴۲) میلادي کال کښې په سټالین ګراد سیمه کښې د جرمني د نازي پوځ د بمباریو پر مهال له یوبل څخه جلا شوي وې .

د روسیې څلورنوي(۹۴) کلنه  میرمن روزالینا او دوه نوي(۹۲) کلنه  میرمن یولیا له یوبل سره په ملاویدا سره احساساتي شوې .

روزالینا چې په کومې ودانۍ کښې وسیدله هغه د جرمني د نازي پوخ په بمبارۍ کښې په کامل ډول تباه شوي وه .

د روزالینا کورنۍ داسې فکر کاوه چې هغه مړه شوي ده او له سختو بمباریو د بچ کیدا لپاره له سټالین ګراډ سیمې څخه یې  بل ځاې ته پناه وړي وه .

په دوهم (۲) نړیوال جنګ کښې چې کله د روسیې دغه دوې (۲) خویندې له یوبل څخه جلا شوي وې نو د روزالینا عمر شپاړس (۱۶) کاله او د یولیا عمر څوارلس (۱۴) کاله وو .