چین د ایران د طبي مرستو قدرونه وکړه
Feb 08, 2020 05:58 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارود وزارت ویاندې میرمن هوا چونینګ د کورونا وایروس د کنټرولولو لپاره د ایران د طبي مرستو د استولو قدرونه وکړه .
هغې پرون وویل ایران تراوسه چین ته درې (۳) میلیونه طبي ماسکونه استولي دي او ویلي یې دي چې تهران چین ته د ډیرو طبي او روغتیايي شیانو او مرستو استولو ته چمتو دی .
د چین د خارجه وزارت ویاندې هوا چونینګ دغه راز د ایران د خارجه وزیر جواد ظریف د څرګندونو قدرونه وکړه چې د کورونا وایروس د کنټرولو لپاره یې د چین د پریکنده او د اغیز شیندونکو تدبیرونو ستاینه کړي وه او د چین خارجه وزارت ویاندي میرمن هوا چونینگ د ایران دبهرنیو چارو د وزیر څرګندونې د دواړو ملتونو ترمینځ د زاړۍ او د رښتیوني دوستۍ نښه وبلله .
ټیګونه