په چین کې د کرونا ویروس دقربانیانو شمېر۷۲۲ ته ورسېد
د کرونا ویروس د چین په دیرشو صوبو سربیره د امریکا ، اسټرالیا ، کاناډا ، سویډن ، اسپانیا ، فرانسې او اماراتو په شمول نورو هیوادونو ته هم خپور شوی دې .
د ایرنا له راپور سره سم د چین د روغتیاوزارت چارواکې له راپور سره سم په دې هېواد کې تر اوسه ۱۰ زره او ۹۹۰ کسان په کرونا مرض باندې د اخته کېدو له امله د هوبیې د ایالت په روغتونو کې بستریان شوي دي.
په یادو شویو ناروغانو کې د ۵۷۶ کسانو صحي حالت ناسم بلل کیږي چي ژوند یې له ګواښ سره مخ دي.
د کرونا مرض د لومړي ځل لپاره د تېر کال په وروستیو میاشتو کې د ووهان ښار د سمندري خوړو په بازار کې تر سترګو شوی و چي ډېر ژر د چین په نورو ایالتونو کې هم خپور شو.
تر اوسه پوري زیاتره هوایي شرکتونه لکه قطر ایرلاینز، ایرکاناډا، ایر فرانس، ایر سیول، امریکن ایرلاینز، بریتیش ایرویز، لوفتانزا، ترکیش ایرلاین او اتحاد ایرلاین، چین ته خپلې الوتنې بندي کړي دي.
د کرونا ویروس د چین په دیرشو صوبو سربیره د امریکا ، اسټرالیا ، کاناډا ، سویډن ، اسپانیا ، فرانسې او اماراتو په شمول نورو هیوادونو ته هم خپور شوی دې .