د ناټو مشر د سوریې د ترهګرو ملاتړ وکړ
اناتولي خبري اژانس وايي د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د سوریې په خاورې باندې د ترکیې د تیري د دفاع کولو په ترڅ کښې له ترهګرو ډلو څخه د ادلب ولایت د پاکولو لپاره د سوریې د پوځ عملیات وغندل .
هغه پرون وویل مونږ د سوریې له ولسمشر بشار اسد او دغه راز د روسیې له حکومت څخه چې د دمشق ملاتړ کوي غواړو حملې پاې ته ورسوي او د نړیوالو قوانینو احترام وکړي او په کامل ډول سوله ییزو لارو چارو ته د رسیدا لپاره د هڅو ملاتړ وکړي .
د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ چې ټاکل شوي ده نن د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې مشرۍ پرغاړه واخلي د ترهګرو ډلو جنایتونو ته له اشارې او د کوم سند له وړاندې کولو پرته د سوریې حکومت په ادلب ولایت کښې په ملکي خلکو باندې په برید کولو تورن کړ .
له ترهګرو ډلو څخه د ادلب ولایت د پاکولو پرضد د ناټو د مشر دغه دریځ په داسې حال کښې دی چې د دغه تړون غړي هیواد ترکیې د سوریې د شمال څلورزره (۴۰۰۰) کلومیټره ځمکه نیولي ده .