د افغانستان ولسمشر جرمني ته تللی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87925-د_افغانستان_ولسمشر_جرمني_ته_تللی_دی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وویل ولسمشر اشرف غني د مونیخ په امنیتي کانفرنس کښې د ګډون لپاره نن جرمني ته روان شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2020 08:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر جرمني ته تللی دی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وویل ولسمشر اشرف غني د مونیخ په امنیتي کانفرنس کښې د ګډون لپاره نن جرمني ته روان شوی .

ټاکل شوي ده  د افغانستان ولسمشر اشرف غني د جرمني د مونیخ د امنیتي کانفرنس په څنګ کښې د ځینو هیوادونو له مشرانو سره کتنې او خبرې وکړي .

د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وویل په مونیخ غونډې کښې د بحث وړ یوه (۱) موضوع په افغانستان کښې  امنیت او په دغه هیواد کښې د جنګ ختمول او د سولې د بهیر پیلول دي .

د جرمني مونیخ ښار به د فرورۍ د میاشتې په شپاړسمه (۱۶) نیټه د لیبیا د سولې د دوهم (۲) کانفرنس کوربه وي .