د افغانستان ولسمشر جرمني ته تللی دی
Feb 13, 2020 08:03 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وویل ولسمشر اشرف غني د مونیخ په امنیتي کانفرنس کښې د ګډون لپاره نن جرمني ته روان شوی .
ټاکل شوي ده د افغانستان ولسمشر اشرف غني د جرمني د مونیخ د امنیتي کانفرنس په څنګ کښې د ځینو هیوادونو له مشرانو سره کتنې او خبرې وکړي .
د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وویل په مونیخ غونډې کښې د بحث وړ یوه (۱) موضوع په افغانستان کښې امنیت او په دغه هیواد کښې د جنګ ختمول او د سولې د بهیر پیلول دي .
د جرمني مونیخ ښار به د فرورۍ د میاشتې په شپاړسمه (۱۶) نیټه د لیبیا د سولې د دوهم (۲) کانفرنس کوربه وي .
ټیګونه