امریکا د پاکستان د حکومت ستاینه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87929-امریکا_د_پاکستان_د_حکومت_ستاینه_وکړه
زمونږ خبریال وایي د جنوبي اسیا په چارو کښې د امریکا ځانګړي ډيپلوماټې میرمن الیس ویلز نن د پاکستان د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید او د هغه ملګري «ملک ظفر» ته د سزا د ورکولو ستاینه وکړه او دغه چاره یې د پاکستان لپاره مخ په وړاندې ګام وباله او زیاته یې کړه پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره نړیوالې ژمنې پوره کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2020 09:17 Asia/Kabul
  • امریکا د پاکستان د حکومت ستاینه وکړه

زمونږ خبریال وایي د جنوبي اسیا په چارو کښې د امریکا ځانګړي ډيپلوماټې میرمن الیس ویلز نن د پاکستان د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید او د هغه ملګري «ملک ظفر» ته د سزا د ورکولو ستاینه وکړه او دغه چاره یې د پاکستان لپاره مخ په وړاندې ګام وباله او زیاته یې کړه پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره نړیوالې ژمنې پوره کوي .

د پاکستان د ترهګرۍ ضد یوې (۱) محکمې  پرون د جماعت الدعوه ډلې دوه (۲) مشران د ترهګرو لپاره د پیسو د راغونډولو په ارتباط په دوو (۲) دوسیو کښې په پینځه نیم کاله  بند محکوم کړل .

د پاکستان د ترهګرۍ ضد د محکمې لخوا د جماعت الدعوه ډلې د مشرانو ته دغه سزا په داسې حال کښې ورکړل شوي ده چې د مالي اقدام ډلې (Financial Action Task Force's )غونډه په راتلونکو څو ورځو کښې د فرانسې په پلازمینې پاریس کښې  جوړیږي چې په خړ فهرست کښې د اسلام اباد د نوم په هکله فیصله وکړي