ټوله نړۍ کښې د راډیو ورځ لمانځل کیږي
Feb 13, 2020 09:34 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي نن په ټوله دنیا کښې د راډیو نړیواله ورځ لمانځل کیږي چې هدف یې د راډیو د اهمیت په هکله په خلکو کښې د شعور رامینځته کول، د راډیو په وسیله معلوماتو ته په لاسرسي کښې مرسته کول او د خپروندویو ادارو ترمینځ د اړیکو پیاوړي کول دي .
د نړۍ لومړۍ راډیو په اتلس سوه اوه نویم (۱۸۹۷)میلادي کال کښې په امریکا کښې جوړ شوی وو .
د څه دپاسه سلو (۱۰۰) کلونو له تیریدا سره سره د راډیو اهمیت کم شوی نه دی او نن سبا هم په ټوله نړۍ کښې راډیو په پراخ ډول کارول کیږي .
ټیګونه