د دنیا سترو قدرتونو نړۍ ډیره ناامنه کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87957-د_دنیا_سترو_قدرتونو_نړۍ_ډیره_ناامنه_کړي_ده
ایرنا خبري اژانس وايي د جرمني ولسمشر والټر اشټاین مایر د مونیخ د امنیتي کانفرنس د پرانیستلو په وخت وویل قدرتونو نړۍ په ناامنه ځاې بدله کړي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2020 00:55 Asia/Kabul
  • د دنیا سترو قدرتونو نړۍ  ډیره ناامنه کړي ده

ایرنا خبري اژانس وايي د جرمني ولسمشر والټر اشټاین مایر د مونیخ د امنیتي کانفرنس د پرانیستلو په وخت وویل قدرتونو نړۍ په ناامنه ځاې بدله کړي ده .

هغه په دې هکله د امریکا د روسیې او د چین نومونه واخیستل او هغوې یې له څو اړخیز پالنې په واټن اخیستلو تورن کړل .

د جرمني ولسمشر والټر اشټاین مایر په تیره بیا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  په شعارونو نیوکه وکړه کوم چې لومړی امریکا او  امریکا بیا پیاوړي کړئ شعارونه ورکوي .

هغه وویل امریکا هڅه کوي د خپلو متحدانو او شریکانو په  لګښټ سره د ځان د پیاوړي کولو لاره کچ کړي .

د جرمني ولسمشر مایر وویل د امریکا د ولسمشر ټرمپ د حکومت کړچار د نړیوالې ټولنې د غوښتنې پرخلاف دی .

د مونیخ شپږپنځوسم (۵۶) امنیتي کانفرس پرون د کابو پینځویشتو (۲۵) هیوادونو د مشرانو او  د کابو سلو (۱۰۰) خارجه وزیرانو په ګډون سره پیل شوی او درې(۳) ورځې به دوام ولري .

په دغه کانفرنس کښې ګډون کونکي د څو اړخیز پالنې او په نړیوالو بدلونونو کښې د لویدیځو هیوادونو د رول په شان په مسائیلو او د نړیوال امنیت په موضوعګانو خبرې کوي .

په افغانستان کښې له طالبانو سره سوله ، د فلسطین او د اسرائیلو د شخړې په هکله د امریکا د پیړۍ د معاملې پلان د مونیخ د امنیتي کانفرنس نورې موضوعګانې اعلان شوي دي .