د دنیا سترو قدرتونو نړۍ ډیره ناامنه کړي ده
ایرنا خبري اژانس وايي د جرمني ولسمشر والټر اشټاین مایر د مونیخ د امنیتي کانفرنس د پرانیستلو په وخت وویل قدرتونو نړۍ په ناامنه ځاې بدله کړي ده .
هغه په دې هکله د امریکا د روسیې او د چین نومونه واخیستل او هغوې یې له څو اړخیز پالنې په واټن اخیستلو تورن کړل .
د جرمني ولسمشر والټر اشټاین مایر په تیره بیا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په شعارونو نیوکه وکړه کوم چې لومړی امریکا او امریکا بیا پیاوړي کړئ شعارونه ورکوي .
هغه وویل امریکا هڅه کوي د خپلو متحدانو او شریکانو په لګښټ سره د ځان د پیاوړي کولو لاره کچ کړي .
د جرمني ولسمشر مایر وویل د امریکا د ولسمشر ټرمپ د حکومت کړچار د نړیوالې ټولنې د غوښتنې پرخلاف دی .
د مونیخ شپږپنځوسم (۵۶) امنیتي کانفرس پرون د کابو پینځویشتو (۲۵) هیوادونو د مشرانو او د کابو سلو (۱۰۰) خارجه وزیرانو په ګډون سره پیل شوی او درې(۳) ورځې به دوام ولري .
په دغه کانفرنس کښې ګډون کونکي د څو اړخیز پالنې او په نړیوالو بدلونونو کښې د لویدیځو هیوادونو د رول په شان په مسائیلو او د نړیوال امنیت په موضوعګانو خبرې کوي .
په افغانستان کښې له طالبانو سره سوله ، د فلسطین او د اسرائیلو د شخړې په هکله د امریکا د پیړۍ د معاملې پلان د مونیخ د امنیتي کانفرنس نورې موضوعګانې اعلان شوي دي .