د چین ډاکټران او نرسان هم په کورونا وایروس ککړ شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87961-د_چین_ډاکټران_او_نرسان_هم_په_کورونا_وایروس_ککړ_شوي
ایرنا خبري اژانس وايي د چین د ملي روغتیا کمیسیون مرستیال زینګ ایشین وویل په دغه هیواد کښې څه د پاسه اولس سوه(۱۷۰۰) ډاکټران او نرسانې په کورونا وایروس ککړ شوي دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 15, 2020 05:10 Asia/Kabul
  • د چین ډاکټران او نرسان هم په کورونا وایروس ککړ شوي

ایرنا خبري اژانس وايي د چین د ملي روغتیا کمیسیون مرستیال زینګ ایشین وویل په دغه هیواد کښې څه د پاسه اولس سوه(۱۷۰۰) ډاکټران او نرسانې په کورونا وایروس ککړ شوي دي .

هغه پرون وویل په دوې کښې څه د پاسه پینځلس سوه (۱۵۰۰) ډاکټران او نرسانې د هوبئ ولایت د روغتونونو دي او یوزر او دوه (۲) یې د هوبئ ولایت په مرکز ووهان ښار کښې په کورونا وایروس ککړ شوي دي .

د چین د ملي روغتیا کمیسیون مرستیال زینګ ایشین وویل تراوسه د کورونا وایروس له کبله په دغه هیواد کښې ۱۴۶۸ کسان وژل شوي دي .

د چین خارجه وزیر وانګ یي هم په برلین کښې د مونیخ د امنیتي کانفرنس په څنګ کښې له رسنیو سره په مرکه کښې وویل د چین اقتصاد به په قدرت سره احیا شي او کورونا وایروس به کنټرول شي .