امریکا او طالبان تاوتریخوالی کموي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87965-امریکا_او_طالبان_تاوتریخوالی_کموي
زمونږ خبریال وايي امریکا او د افغانستان طالبان د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې له دوه ویشتمې (۲۲) نیټې څخه په تاوتریخوالي کښې د کموالي د راوستلو په هکله له یوبل سره موافق شوي او دواړه لوري به تر اوو(۷) ورځو پورې له تاوتریخوالو او بریدونو ډډه وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2020 03:15 Asia/Kabul
  • امریکا او طالبان تاوتریخوالی کموي

زمونږ خبریال وايي امریکا او د افغانستان طالبان د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې له دوه ویشتمې (۲۲) نیټې څخه په تاوتریخوالي کښې د کموالي د راوستلو په هکله له یوبل سره موافق شوي او دواړه لوري به تر اوو(۷) ورځو پورې له تاوتریخوالو او بریدونو ډډه وکړي .

د امریکا او د طالبانو ترمینځ دغه موافقه به د دواړو لورو ترمینځ د پراخ بنسټه موافقې د لاسلیک کیدا لپاره لاره هواره کړي .

د امریکا رسنیو ویلي دي چې د طالبانو یوې(۱) سرچینې ویلي دي چې د تاوتریخوالي د کمولو کار به د فرورۍ د میاشتې له دوه ویشتمې(۲۲) نیټې څخه پیل شي او د فرورۍ د میاشتې په نهویشتمه (۲۹) نیټه به هم بشپړه موافقه لاسلیک شي .

له دې وروسته به د مارچ د میاشتې په دیرشمه(۳۰) نیټه بین الافغاني خبرې پیل شي .

د امریکا د خارجه وزارت یوه(۱) چارواکي وویل د تاوتریخوالي د کمولو موافقه بشپړه اوربند نه دی او یوازې امریکا او طالبان به تاوتریخوالي کم نکړي بلکې د افغانستان حکومت به هم تاوتریخوالي کم کاندي .

د امریکا او د طالبانو ترمینځ د موافقې ټکي واضح د سړک غاړو ته بم چاودنې ، ځان وژونکي حملې او راکټي بریدونه دي .