زوکام
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87993-زوکام
زوکام یوه خپرېدونکې او عامه مریضی ده اوهیڅ یو داسی څوک نسته چی په دې مرض نه وي اخته شوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2020 08:38 Asia/Kabul

زوکام یوه خپرېدونکې او عامه مریضی ده اوهیڅ یو داسی څوک نسته چی په دې مرض نه وي اخته شوی.

داکټران او متخصصین تل د دغه مرض د مخنیوی لپاره له لارو چارو پسې ګرځېدل ځکه چی دا مرض که څه هم په ظاهر کی ډېر مهم نه ښکاري خو ددې مرض له وجې د بدن دردونه او ستړیا کولای شی چی هر څوک د څو ورځو لپاره د کورناستې ته مجبوره کړي.
د انفلونزې اپېدمي هم یو ډول زوکام دی چی تر اوسه پوری یې د ډیرو انسانانو څخه ژوند اخیستې ده. 
زکام څه ته وایي؟ په عمومی توګه زکام ویرسي مریضی ده او مختلف ډولونه لری، چی دهغه ډول ته پام سره د انسان په بدن کی د څو ورځو لپاره فعالیت کوی.
په عمومی توګه تر ټولو زورور زکام هم له دوو هفتو څخه وروسته ښه کیږي خو بدن ته ددغي مریضۍ ورپېښ عوارض د ډیرو مودو لپاره به پاته وی.
ځینې وختونه چی  د زوکام وېرس پر بدن باندی حمله کوی، د بدن مختلفي اعضاوی لکه غوږونه، پزه، سینوزونه او سږي راښکېلوي نو د نورو میکروبونو لپاره هم د فعالیت زمینه برابروي او دا امکان شته چی بکټریاوې هم فعاله سی.
نو په دغه سی یو وخت کی داکټر باید له هوښیارۍ څخه کار واخلي او په دې خیال سره چی زوکام دخپلی مودې په پوره کېدو سره سمیږی مریض پخپل حال پرې نږدی.
په معمولی توګه زکام له دوو اونیو وروسته ښه کیږي خو ځینی وختونه داسی یوې نښی لکه ټوخی هم پر ځای پریږدی.
موږ ټولو د زکام د پېښېدو د عواملو په اړه اورېدلي دی. د مثال په توګه ځینی په دې باور دی چی کوچنیانو ته د پښو څخه زکام ور پېښیږی یاهم سر او مخ باندی د سړې هوا لګېدلو، لامبلو او یا هم بې له پټو له څملاستلو له وجي په زکام باندی اخته کیږو خو ددغو باورونو سربېره د علم له لحاظه دا عوامل یو هم نه دي ثابت شوي.
د وروستیو څیړنو له مخي د زکام یا د انفلوانزا وېرس د پزي د بهېدو او د خولې د ناړو له لاری نورو ته انتقاليږي، ځینی وختونه د مریض سره د لاس د ورکولو او روغبړ له لاری هم کېدای شي سړی په دې مرض باندي اخته شي.
مریض د ټوخي او اتروشی په وسیله هوا کی وېرس خپروي او د مرض د خپرېدو سبب ګرځی. 
په زوکام باندی د اخته کس لاس، چی د پزي په ترشحاتو باندی ککړ وی د نورو شیانو سره د تماس په صورت کی هغه هم ککړ کوی.
 کافی دی چی د بل سړی لاس و دغو ککړو شیانو باندی ولګیږي او بیا خپله سترګه وموږي یا هم په لاس باندی یو شی وخوری او یا هم د مریض سړي سره د مشترکو څیزونو لکه ټلیفون او یا تولیې څخه کار واخلی.
 په دې ډول وېرس د خولی او یا هم د پزي له لاري بدن ته ننوځی او ډېر ژر یعنی په درو یا څلورو ورځو کی سړی په مرض اخته کوی.
د بدن دفاعی سیسټم هم په دې منځ کی ستر رول لوبوي نو په هم دې خاطر ددې امکان شته چی وېرس د دوو مختلفو کسانو بدنونو ته ورننوځي خو یواځې یو کس په زکام باندي اخته شي.
زکام د سر درد، اتروشی، ستړیا او یا هم د یخنۍ په احساس سره شروع او د ځینو نښو سره لکه ټوخي، ستوني درد (مرۍ درد) او د پزی د بهېدو سره دوام مومي. 
خو په معمولی توګه له اوو څخه بیا تر لسو ورځو وروسته د زوکام نښی له مینځه ځی، ځینو وختونو کی د زوکام ځینی نښي کېدلای شي چی تر درو هفتو پوری هم دوام وکړي.
په اکثرو مواردو کښی زوکام پر پزه، سېنوسونه، ستونی، یوه یا هم دواړو سترګو باندی اثر اچوي.
د مریضۍ نښي تر ډېره حده د هغو حجرو په پرتله چی د وېرس په وسیله له منځه تللي، د انسان د بدن د دفاعي سیسټم د غبرګون سره تړاو لری.
هره پلا د مریضۍ د اخته کېدو سره سم د انسان بدن د هغه وېرس په وړاندی پادتن (انټی باډي) جوړوی تر څو په اینده کی دوباره په مرض اخته نشي خو د دوه سوه څخه زیات د وېرس ډولونه شته چی د زکام د مریضۍ لامل ګرځی.
هره پلا چی بدن په زوکام باندی اخته شي د هغه ضد انټي باډي جوړوی نو په همدې خاطر یو سړی پخپل ټول ژوند کی په متوسطه توګه پنځوس واري په زوکام باندی اخته کیږی. 
همدارقم لویان د دوو څخه بیا تر پنځو ځلو پوري په کال کی او ماشومان له ښپږو څخه بیا تر لسو ځلو زکام سره مخ کیږی.
د زکام وېرس د دوو سوو څخه زیات ډولونه لری، نو په همدې خاطر د زکام لپاره واکسن جوړول ګران او ناممکنه دی او تر اوسه پوری د زکام د بشپړي درملنې لپاره هیڅ یوه دوا نه ده جوړه سوې.
که څه هم ددې مریضۍ نښې د تبي او د پزي د بهېدو ضد درمل په وسیله راکمیږي خو په ځینو مواردو کښی د سینه و بغل، سېنوزیت، سږي او د غوږ داخلی برخو کی د عفونت امکان هم شته. چی د هغې د درملني لپاره د انټی بیوټیک څخه کار اخیستل کیږي خو انټی بیوټیک د زوکام پر وېرس هیڅ اثر نه کوي.
ځینی خلګ په دې باور دي چی وېټامین سي او زینک ګولۍ او د شهد، سونډ او لیمبو ترکیب کولای شی د ددې مریضۍ د علاج سبب وګرځي. خو دا باورونه تر اوسه پوری ثابت شوي نه دي.
په عمومي توګه زوکام یا د وېرس او یا هم د بکټریا څخه رامنځ ته کیږی چي تر یوې هفتې پوري دوام کوی او اکثره وختونو کښی ځانګړې روغتیایی مراقبتونو ته اړتیا نشته.
که د زوکام څخه څو ورځی وروسته مو بیا تبه وسوله بیا نو د زوکام لامل بکټریا ده، همداسی که زوکام مو تر لسو ورځو زیات دوام وکړی او زوروه تبه، سالنډۍ او یا هم بلغم ورسره وی نو د زوکام لامل مو بکټریا ده او ډاکټر ته باید ولاړ سی.
ډېر عمر لرونکي کسان او هغه کسان چی د بدن دفاعي سیسټم یې کم زوري وي او په سالنډۍ باندی اخته وی نو باید په هم هغه لومړنیو ورځو کی ډاکټر ته ولاړسی. 
د بکټریا څخه د پېیښه سوې زوکام نښي په انټي بیوټیک باندی کنټرولیږی،  که چیري د بکټریا څخه د پېښه سوې زوکام علاج نه وسی نو کېدلای شی چی زړه او یا هم د بدن نوري برخي د مشکل سره مخ کړی.
ددي لپاره چی تاسی وپوهېږی چی زوکام مو سطحی دی او که واقعا په انفلوانزا باندی اخته سوی یاست نو د دغو دواړو حالتونو د تشخیص د څرنګوالي په اړه وضاحت د عفوني ناروغیو متخصص داکټر احمدی څخه بې واورو.
1. محترم احمدی صاحب د یو معمولی زکام او د انفلونزا د نښو تر مینځ څه توپیر شته او څنګه باید پوه شو چی زکام مو سطحی او که انفلونزا باندی اخته شوي یو.
عزتمنو په پروګرام کی مو د زکام په هکله مو زموږ وېناوې وارېدلې په راتلونکي برخه کی بیا هم د زکام په اړه به درسره وږغېږو تر هغه وخته مو په لوی خدای سپارو.