یوه سړي څرنګه د واده وړاندیز وکړ
Feb 16, 2020 10:28 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د روسیې یوه (۱) پوځي یوې انجلۍ ته د واده وړاندیز په دې ډول وکړ چې د هغې لپاره یې له ټانکونو څخه د زړه تصویر یعني انځور جوړ کړ .
د واده د وړاندیز د یادګار جوړولو لپاره خلک تل په زړه پورې او ځانګړي کارونه ترسره کوي چې دغه وړاندیز نه یوازې یو(۱) یادګار جوړ شي بلکې د هغه محبوب یا محبوبه هم سمدستي راضي شي .
د روسیې د پوځ دغه افسر ته وګورئ کوم چې د خپلې محبوبې واده ته د راضي کولو په خاطر په لسګونو ټانکونه له ځان سره راوستلي دي او له ټانکونو څخه یې د زړه تصویر جوړ کړی دی .
د روسیې د عسکر د واده وړاندیز انجلۍ په ډيرې مینې سره قبول کړی هم دی .
ټیګونه