د زر بوډا کیدو ځینې عاملونه پیژندل شوي
زمونږ خبریال وايي که چیرې تاسو له اتو (۸) ساعتونو زیات وخت په ناستي تیروئ نو زر بوډا کیدلای شئ .
()
یوازې توب یعني تنهايي :-
یوازې توب یعني تنهايي او د دوستانو کمی هم د بوډاتوب په لور حرکت ګړندی کوي او نورې طبي ستونزې او مشکلات هم رامینځته کولای شي .
په حقیقت کښې ځینې داسې عام شیان شته چې تاسو به یې په هکله اصلا فکر هم نه وي کړی چې هغه د بوډاتوب په لور حرکت ګړندی کوي .
لاندیني شیان له وخت څخه مخکې د بوډاتوب سبب کیږي .
()
زیات ناستی :-
کوم کسان چې په ورځ کښې له اتو (۸) ساعتونو زیات وخت په ناستي تیروي نو هغوې له خپل اصلي عمر څخه اته (۸) کاله زیات زاړه بریښي .
په یوه(۱) تحقیق کښې چې په پینځلس سوه(۱۵۰۰) میرمنو باندې شوی دی دغه خبره معلومه شوي ده چې د زیات کیناستلو د عادت او د انسان د ډي این ای ترمینځ یو(۱) ارتباط موجود دی .
زیات وخت کیناستل د انسان په بدن کښې د کروموسومز اوږدوالی لنډوي او د کرومو سومز په اوږدوالي کښې کموالی د نورو ناروغیو سبب هم کیدلای شي .
سائینس پوهان وايي چې هره ورځ باید دیرش (۳۰) دقیق ورزش وکړئ او د ناستي په وخت هر نیم ساعت لږ شان مزل وشي .
()
په یوه(۱) تحقیق کښې معلومه شوي ده چې د سرې غوښې زیات خوړل او د سبزیانو او میوو کم خوړل د انسان د عمر د زیات ښودل کیدا سبب کیږي .
وجه یې دا ده چې د دا ډول خواړو له کبله د انسان په بدن کښې د سیرم فاسفورس اندازه زیاتیږي چې هغه د ګردو یعني د بډروکو د ناروغۍ سبب کیږي .
د خواړو انډوله ساتل او د میوو او د سبزیانو زیات استعمال د ناروغۍ مخه نیولی شي .
()
له حقیقي ملګرو بې برخې کیدل او د اینټرنیټ زیات استعمال د طبي مسائیلو او له خپل وخت څخه زر د انسان د بوډا کیدا سبب کیږي .
په یوه (۱) تحقیق کښې ویل شوي دي چې یوازې توب یعني تنهايي د مړینې او مرګ خطر زیاتوي او د تنهايي احساس انسان د سګریټو د څکولو په لور بوځي .
دغه اغیزونه په هغو کسانو کښې لیدل کیږي کوم چې دوستان نلري او په دا ډول کسانو کښې جسمي فعالیتونه هم کمیږي کوم چې د انسان دروغتیا او د صحت لپاره ضروري دي .
()
د خواړو اکثره بدلول :-
د صحت مند او په جسمي ډول د ښه پاتې کیدا لپاره ضروري ده چې د خواړو یو(۱) معمول پروګرام وساتل شي .
کله چې مونږ بیا بیا خپل خواړه بدلوو نو هغه زمونږ له بدن سره سمون نه خوري چې له کبله یې بدن ته تاوان رسیږي او د انسان په بدن کښې په پرله پسې ډول یو(۱) سټریس په شان حالت دوام مومي کوم چې سړی په چټکۍ سره د بوډاتوب په لور بیايي .
()
اکثره هوايي سفرونه :-
د الوتکې دننه په عادي ډول نمي په عادي ډول شل (۲۰) فیصده وي او دا کومه د حیرانتیا خبره نه ده چې په الوتکې کښې له الوت وروسته د انسان بدن وچ شي .
په الوتکو کښې داسې باکټریانې او مایکروبونه زیات وي کوم چې د انسان په بدن د دانو د راوتلو سبب کیږي .
په خپل بدن باندې د دانو د رامینځته کیدا د مخه د نیولو لپاره ضروري ده چې د الوت په وخت له ځان سره مرطوب کونکي کریم یعني موئسچرایزر له ځان سره یوسئ او دغه راز زیاتې اوبه هم خپل عادت جوړ کړئ په تیره بیا دا چې د اوږدې مودې الوت په وخت خو اوبه څښل ډير ضروري دي .
دغه راز جراثیم او مایکروب وژونکي شیان هم له ځان سره وساتئ او له الوت وروسته خپل مخ ووینځئ .
()
د شکرې یعني د چینې زیات استعمال :-
د چینې زیات استعمال په کولیګن باندې منفي اغیزونه شیندي چې له کبله یې د انسان پوستکی خرابیږي او د انسان د بدن د پړسیدا خطر هم زیاتیږي چې له کبله یې تکسیډي سټریس رامینځته کیږي او له خپل عمر څخه مخکې د بوډا توب خطر زیاتیږي .