پاکستان به په تور فهرست کښې شامل نشي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88040-پاکستان_به_په_تور_فهرست_کښې_شامل_نشي
زمونږ خبریال وايي د امریکا په واشنګټن کښې په ووډرا ویلسن مطالعاتي مرکز کښې د جنوبي اسیا د چارو کارپیژاند مائیکل کوګلمیان (Michael Kugelman) وویل چې د مالي اقدام ځانګړي ډله ایف ای ټي ایف (Financial Action Task Force) به په پاریس کښې په خپلې کلنۍ غونډې کښې پاکستان په تورفهرست کښې شامل نکړي بلکې د څارنې په فهرست کښې به یې شامل کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2020 08:59 Asia/Kabul
  • پاکستان به په تور فهرست کښې شامل نشي

زمونږ خبریال وايي د امریکا په واشنګټن کښې په ووډرا ویلسن مطالعاتي مرکز کښې د جنوبي اسیا د چارو کارپیژاند مائیکل کوګلمیان (Michael Kugelman) وویل چې د مالي اقدام ځانګړي ډله ایف ای ټي ایف (Financial Action Task Force) به په پاریس کښې په خپلې کلنۍ غونډې کښې پاکستان په تورفهرست کښې شامل نکړي بلکې د څارنې په فهرست کښې به یې شامل کړي .

پاکستان همدا اوس د مالي اقدام د  ځانګړي ډلې په خړ فهرست کښې شامل دی .

د فرانسې په پلازمینې پاریس کښې د مالي اقدام د ځانګړي ډلې ایف ای ټي ایف غونډه پرون پیل شوي ده خو رسمي غونډه کومه چې فیصله به  وکړي ایا پاکستان د دغه ډلې د څارنې په فهرست کښې شامل کړي او که نه سبا پیلیږي .

هغه وویل دا زر ده چې ووایو پاکستان د مالي اقدام د ځانګړي ډلې له خړ فهرست څخه وویستل شي خو زیاته یې کړه هغه څه چې ما ته معلوم دي دا دي چې دغه ډله به د پاکستان نوم په تور فهرست کښې ورزیات نکړي .

د امریکا د ووډرا ویلسن د څیړنیز مرکز غړي کوګلیمان وویل د واشنګټن چاوراکي باوري دي چې پاکستان د مالي اقدام د ځانګړي ډلې د اقدام د پلان په هکله کافي پرمختګ کړی دی او له ترهګرو سره د مالي مرستو په تور د جماعت الدعوه ډلې دمشر حافظ سعید تورن پیژندل او سزا کول به د مالي اقدام ډلې د غړیو لپاره یوه (۱)هڅونکي نښه وي .

دغه راز په واشنګټن کښې د اټلانټیک شورا یوه(۱) غړي عزیر یونس وویل داسې نښې نښانې شته چې پاکستان به په راتلونکو اونیو کښې نه بلکې په څو  میاشتو کښې د مالي اقدام د ځانګړي ډلې له خړ فهرست څخه وویستل شي .

هغه وویل  دغه کار به پاکستان ته د پانګونې د ورتلو د زیاتیدا سبب شي کوم چې د اقتصاد لپاره ښه چاره ده .