هندوستان باید د ملګروملتونو د رایې درنښت وکړي
زمونږ خبریال وایي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش پرون پاکستان ته د خپل سفر په پاې کښې د کشمیر موضوع ته په اشارې سره د هندوستان په حکومت غږ وکړ د ملګروملتونو د رایې احترام وکړي .
هغه وویل هندوستان او پاکستان د ملګروملتونو او د امنیت شورا په رایو عمل وکړي او د کشمیر خلکو ته د خپل برخلیک د ټاکلو حق ورکړي .
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د افغانستان موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل هیله من یم چې په افغانستان کښې د سولې ته د رسیدا لپاره هڅه زر ترزره نهايي نتیجې ته ورسیږي .
د کشمیر په اړه له هندوستان څخه د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوتریش غوښتنه په داسې حال کښې کیږي چې دوه (۲) ورځې مخکې د هندوستان خارجه وزارت د نوي ډیلي تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې د مسلې د حل په هکله د مینځګړیتوب لپاره د ملګروملتونو وړاندیز رد کړی وو .