امریکا د ایران پرضد د اقدام ستاینه وکړه
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تور فهرست کښې د ایران د نوم په شاملولو کښې د مالي اقدام د ځانګړي ډلې ایف ای ټي ایف( Financial Action Task Force) د اقدام هرکلی وکړ .
د امریکا د خارجه وزارت ویاندې میرمن مورګان اورتاګوس بیګا وویل واشنګټن په تور فهرست کښې د ایران د نوم په شاملولو کښې د مالي اقدام د ځانګړي ډلې ایف ای ټي ایف د اقدام ستاینه کوي .
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف څه موده مخکې ویلي وو چې د ترهګرۍ درې (۳) ملاتړي رژیمونه یعني امریکا ، سعودي عربستان او اسرائیل د مالي اقدام د ځانګړي ډلې په فهرست کښې د ایران د نوم د شاملولو هڅه کوي .
امریکا له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه وروسته د مالي اقدام ځانګړي ډله ایف ای ټي ایف د واشنګټن له سیاستونو سره د نا غږمله هیوادونو پرضد د بایکاټونو په اغیزشیندونکي ډول د اعمالولو لپاره مناسب اوزار ګڼي .