د عربستان الوتکې به د تیري کولو جرات ونلري
العالم ټيلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي وویل د پوځ او د ولسي کمیټیو د هوايي دافع هوا قدرت په زیاتیدا سره به د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په راتلونکي کښې په یمن د هوايي حملې جرات ونلري .
هغه روان میلادي کال د یمن د بریالیتوبونو کال وباله او زیاته یې کړه روان میلادي کال د هیواد د دفاعي قدرت د پیاوړتیا او د پراختیا کال دی .
د یمن دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي وویل داسې ورځ به راشي چې د یمن هوايي حریم به د تیریګرو الوتکو پرمخ وتړل شي .
دغه راز د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لومړي وزیر «عبدالعزیز بن حبتور» په دې خبرې ټینګار سره چې هیواد توانیدلی دی په ټولو جبهو کښې مهم بریالیتوبونه لاس ته راوړي وویل د سعودي عربستان تیریګرو ځواکونو د جنګ په میدان کښې هیڅ بریالیتوب نه دی ترلاسه کړی او دا عربستان دی چې یمن ته ضرورت لري .
هغه دغه راز ټینګار وکړ که چیرې سعودي عربستان د یمن پرضد خپلو حملوته دوام ورکړي د عربستان د تیلو صادرات به چې د ارامکو شرکت د تاسیساتو له لارې د نړۍ نورو هیوادونو ته استول کیږي بند کړو .