د امریکا ولسمشر د مینځګړیتوب وړاندیز وکړ
زمونږ خبریال وايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې نوي ډيلي ته په سفر تللی دی پرون یوځل بیا د کشمیر په هکله د پاکستان او د هندوستان ترمینځ د مینځګړیتوب وړاندیز وکړ او زیاته یې کړه چې د اسلام اباد او د نوي ډیلي له مشرانو سره زما اړیکې پیاوړي دي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ پرون هندوستان ته د خپل دوه (۲) ورځني سفر په پاې کښې د دغه هیواد د حکومت له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته یوه(۱) خبري کانفرنس ته وینا وکړه .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې په پاکستان کښې د ترهګرۍ پرضد د یوې (۱) پوښتنې له مطرح کیدا وروسته شوي دي .
د امریکا ولسمشر په دغه خبري کانفرنس کښې وویل مونږ پرون په پاکستان کښې د ترهګرۍ په هکله د هندوستان له چارواکو سره اوږدې خبرې وکړي او زیاته یې کړه زه به هر ممکن کار ترسره کړم چې مرسته وکړم ځکه چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د هندوستان له لومړي وزیر ناریندرا مودي سره زما اړیکې ښې دي او زه د دواړو هیوادونو ترمینځ مینځګړیتوب کولای شم او دغه کار به وکړم .
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل پاکستان د کشمیر په هکله کار کوي او زیاته یې کړه کشمیر له ډیرې اوږدې مودې راهسې ستره ستونزه ده او هندوستان او پاکستان بیلابیلې کیسې لري او زیاته یې کړه مونږ د ترهګرۍ په هکله اوږدې خبرې وکړې .
هندوستان د کشمیر په هکله د میځګړیتوب لپاره د امریکا وړاندیز رد کړی دی او دغه یوه (۱)داخلي چاره ګڼي .
څه موده مخکې د هنوستان د خارجه وزارت ویاند راویش کمار ویلي وو د کشمیر په مسله کښې د دریم (۳) هیواد لپاره هیڅ رول نشته او زیاته یې کړه کشمیر د پاکستان او د هندوستان ترمینځ دوه (۲)اړخیزه مسله ده .