ورځپاڼو ته کتنه ۷-۱۲-۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله وليکل: هېواد به ډېر زر عادي حالت ته وګرځي.
ولسمشر حسن روحاني پرون په تهران کښې له کورونا وائرسو سره د مقابلې او د مخنیوي د مدیریت د ملي کمیټۍ په غونډه کښې په دې خبرې سره چې د هیواد ټولې ادارې له کورونا وائرسو سره د مقابلې لپاره له یوبل سره ملګرتیا کوي وویل ایران د ماسکونو ، د عفوني ضد موادو او د وینځلو د مائع شیانو په تولیدولو کښې هیڅ مشکل نلري .
د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې سره چې د دښمانانو یوه دسیسه او پلان په ټولنه کښې د ویرې رامینځته کول او د ایران په ټپه اودرول دي وویل نن سبا په ځینو دښمن رسنیو کښې داسې خبرونه خپریږي چي هیڅ حقیقت نلري .
ورځپاڼې همدارنګ وليکل، د ایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسوي د فلسطین په غزې تړانګې ، په خلقو او د مقاومت په مرکزونو بریدونو کښې د قدس د نیواکګر رژیم ترهګر اقدام وغاندۀ.
---------------
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: هند ته د ټرمپ له سفر سره په يو وخت مظاهرو او نښتو کښې يو شمېر کسان مړۀ او ژوبل شول. د هندوستان په پلازمینې نوي ډیلي کښې غیر مسلمانانو ته د دغه هیواد د تابعیت د ورکولو د جنجالي قانون د ملاتړ کونکو او د مخالفانو ترمینځ د نښتو د وژل شویو کسانو شمیر اوس دیارلسو تنو ته رسیدلې او یوسل پنځوس کسان نور ژوبل شوي هم دي .
-----------
د تهران يوې بلې ورځپاڼې ايران د اروپائي اتحاديې د بهرني سیاست د مشر د مرستيالې له قوله وليکل: له ايران سره د ايټمي موافقې ساتنه زمونږ ټولو ګډه دنده ده.
هېلګا شمېډ دا څرګندونې په داسې وخت کښې وکړې چې د برجام د ګډ کمېشن پينځلسمه غونډه د پينځوهېوادونو ايران، جرمني،فرانسې، برطانيې ، چين او روسيې د استازيو په ګډون او د هغې په مشرۍ په ويانا کښې کيږي.
--------
د تهران جام جم ورځپاڼې بيا په تهران کښې د چين د سفير له قوله وليکل، دغه هېواد ايران ته د کورونا وائرسو د تشخيص لپاره پينځه زره کېټونه ډالۍ کړل. هغه وويل د کورونا د کنټرول لپاره به له ايران سره د چين ملګرتياوې به دوام ولري.
--------------
دا هم د پاکستان ورځپاڼې چې په سر کښې جنګ ورځپاڼه راخلو. دغه ورځپاڼه ليکي: هند ته د امريکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سفر په موقع د هند له وزيراعظم نرېندر مودي او ټرمپ ترمېنځ د کشمير په مسئله خبرې اترې اوشې. همدارنګ په هند د مذهبي آزادۍ او د اقليتونو د حقوقو په اړه هم د نظر تبادله اوشوه.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې قطر د طالب ډلې او امریکې ترمېنځ د موافقه ليک په مراسمو د ګډون لپاره پاکستان ته هم بلنه ورکړه.
جنګ ورځپاڼې همدارنګ وليکل، د اروپائي اتحاديې يو پلاوي په اسلام آباد کښې د پاکستان د فوځ له مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره کتنه او د نظر تبادله وکړه. د ورځپاڼې د ليکې له مخې په دغه کتنه کښې د کشمير د مسئلې او اېل او سي په شمول په مختلفو موضوع ګانو خبرې اترې اوشوې.
------------
د پاکستان چاپ دنيا ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل، د پاکستان او روسيې ترمېنځ څلوېښت کلنه تجارتي لانجه ختمه شوه چې په دې کار سره په پاکستان کښې د روسيې د اتو اربو ډالرو پانګونې لپاره زمينه برابره شوه.
ورځپاڼې د فلسطيني سرچينو له قوله وليکل، د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم بنيامين نتنياهو په فلسطيني زمکو کښې د نورو درې نيم زرو صهيونېسټ مېشته ښارګيو د جوړولو حکم جاري کړ. د خبر له مخې ملګرو ملتو په سيمه کښې د حالاتو په لاسختېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
-----------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا ليکلي: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې نوي ډيلي ته په سفر تللی دی پرون یوځل بیا د کشمیر په هکله د پاکستان او د هندوستان ترمینځ د مینځګړیتوب وړاندیز وکړ او زیاته یې کړه چې د اسلام اباد او د نوي ډیلي له مشرانو سره زما تعلقات پیاوړي دي.
د امریکې ولسمشر په خبري کانفرنس کښې وویل مونږ پرون په پاکستان کښې د ترهګرۍ په هکله د هندوستان له چارواکو سره اوږدې خبرې وکړي او زیاته یې کړه زه به هر ممکن کار ترسره کړم چې مرسته وکړم ځکه چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د هندوستان له لومړي وزیر ناریندرا مودي سره زما اړیکې ښې دي او زه د دواړو هیوادونو ترمینځ مینځګړیتوب کولای شم او دغه کار به وکړم .
د ټرمپ دغه وړانديز په داسې حال کښې دے چې څه موده مخکې د هندوستان د خارجه وزارت ویاند راویش کمار ویلي وو د کشمیر په مسله کښې د دریم هیواد لپاره هیڅ رول نشته او زیاته یې کړه کشمیر د پاکستان او هندوستان ترمینځ دوه اړخیزه مسله ده .
--------
او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له بېلابېلو مسایلو سره په خوا کې د وروستیو سیاسي کړکېچونو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "د افغان سیاسي او ملي نخبهګانو وروستی ازمویښت."
د وېسا په دغه مقاله کښې راغلي دي: په دې کې هېڅوک شک نه لري چې هېواد مو په تاریخي بحران کې دی، پردی تسلط، کورنۍ لانجې، جګړې، سیاسي انتشار او پرې د پاسه اوس د کرونا ویروسو یرغل ټول په یوه وخت کې داسې ستونزې دي چې هېڅ هېواد او ولس د ګډوډۍ په حالت کې له هغو سره مقابله نشي کولای. دا د یوه ولس د سیاسي او ملي نخبه ګانو ازمويښت وي چې له دغسې حالت سره څه ډول مقابله کوي. مقاله زياتوي په یوه وخت له داسې ستونزو سره د مقابلې یوازینۍ لاره ملي یووالی دی، د ملي او برخلیک ټاکونکیو ستونزو ځواب یوازې یووالي او ملي اجماع ورکولای شي.
همدارنګ ليکي: که څوک دا استدلال کوي چې ولسواکي ده، انتخابات ترسره شول، پایلې اعلان شوې ګټونکی او بایلونکی معلوم دی، نو که څوک د قانون خلاف عمل کوي، د راتلونکیو غمیزو پړه به یې پر غاړه وي. دغه استدلال به هغه مهال پرځای وای چې د انتخاباتو پر بهیر ولس باور درلودای، دلته خبره برعکس ده.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د افغانستان د روغتیايي چارواکو په خبره له هرات وروسته په غور، فراه او هلمند ولايتونو كې هم د كرونا ويروس شكمنې پېښې ثبت شوې دي.
په همدې حال كې ډاكټرانو په فراه كې د كرونا ويروس دوه او په هلمند كې يوه شكمنه پېښه ثبت كړې ده.په هرات كې بيا په وروستيو دريو ورځو كې د دې ويروس په ۱۰ شكمنو پېښو كې يوازې يوه مثبته ثابته شوې ده.
د وېسا ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت وويل په خوست کې د ملخانو یرغل کرنیزو حاصلاتو ته زیان نهدے اړولې. له تېرو دریو ورځو راهيسې د خوست باک، عليشېر، ګربز او د مرکز اړوند ځينو سيمو ته د ملخانو سيلونه ورغلي چې کروندګر يې سخت اندېښمن کړي دي.
ورځپاڼې همدارنګ ليکي لاس انجلس ټایمزوليکل: د امریکې او طالبانو ترمنځ تر توافق وروسته لا هم پېچلې او له خنډونو ډکه پروسه پاتې ده ځکه چې طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې رد کړې او ویلي یې دي چې له امریکې سره تر تړون وروسته به د افغانستان له یوه پلاوي سره چې ټولې خواوې به پهکې وي، خبرې وکړي.
------------------
د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، له شک پرته د جمهوري ریاست ټاکنو ستونزې درلودې او له دې امله راولاړې شوې ستونزې په رښتیا هم د اندېښنې وړ دي.
وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې، که ولسمشر غني فکر کوي چې د ټاکنو کمېسیون د بریالیتوب وثیقه ورکړې او امنیتي ځواکونهیې په لاس کې دي او که برعکس اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله والیان ټاکي چې دا هم غیر قانوني کار دی، دواړه ښه نهکوي.
-----------
د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "په یو اقلیم کې دوه ولسمشران."
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې ټاکنیز کړکېچ همداسې دوام لري، د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دواړو پلویان ځان پر حق بولي او د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی نیسي.
د لیکوال په باور روان کړکېچ د هېڅچا په خیر نهدی او همدا وضعیت له طالبانو سره بینالافغاني ممکنه خبرې او د کرونا وایروس په وړاندې روانه مبارزه ټکنۍ کوي.
د سرمقالې لیکوال پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې د روان کړکېچ د حل لپاره باید راودانګي او افغانستان له کاواکه وضعیت راوباسي.
-----------